په خیبر پښتونخوا حکومت وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې روانې دي چې تیره ورځ یې دتعلیم وزارت ښاغلي اکبر ایوب ته وسپارلو.
په ټولنیزو رسنیو په اکبر ایوب نیوکې کیږي چې هغه یوازې تر لسم ټولګي زده کړې لري اؤ یو کم لوستي وزیر ته دتعلیم محکمه سپارل په تعلیم پسې دصوبایي حکومت خندا ده خو دصوبې داطلاعاتو وزیر بیا ددې نیوکو جواب کې ویلي چې نوموړی وزیر دکار ښه تجربه لري اؤ په انګلسي ژبه پوهیږي ځکه پرې نیوکې بې ځایه دي.
ښاغلی اکبر ایوب تر دې وړاندې په صوبایي حکومت کې د سي اینډ ډبلیو محکمې وزیر ؤ خو تیره ورځ کابېنه کې دبدلون په ترڅ کې دتعلیم وزارت ورسپارل شوی دی.
دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ په ویب پاڼه داکبر ایوب خان په هکله معلوماتو کې لیکل شوي چې هغه په کال ۱۹۸۸م کې تر لسم ټولګي زده کړې سرته رسولي اؤ دهغې راپدیخوا یې دنورو زده هیڅ ذکر نه دی شوی.
په ټولنیزو رسنیو یو کم لوستي وزیر ته دتعلیم محکمې سپارلو باندې سختې نیوکې شوي چې له هغې وروسته دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ دخپل سپیناوي په یو ویډیو بیان کې ویلي چې اکبر ایوب تر دې مخکې هم وزارت په ښه توګه چلولی اؤ هغه دکار دتجربې لرلو ترڅنګ ښه انګریزي هم ویلی شي.
شوکت یوسفزي زیاته کړې چې تر دې مخکې بیخي نالوستي خلک وزیران پاتې شوي اؤ ښاغلی ګوهر ایوب د وزارت په ښه توګه دچلولو توان لري.
خو داطلاعاتو د وزیر په دغه سپیناوي پسې هم په ټولنیزو رسنیو پچموزمې شوي اؤ دخیبر پښتونخوا یو وتلي خبریال فدا عدیل په طننزیه انداز پخپله فیس بک پاڼه لیکلي دخېبر پښتونخوا دحکومت فخریه وړاندیز ….تر لسمه زده کړې وکړئ..انګریزي یاده کړئ اؤ وزیر جوړ شي…راشه که تودیږې
دسندهـ صوبې داسمبلۍ پخوانۍ اسپېکړې شهلا رضا په ټوئټر لیکلي شوکت یوسفزئ وایي چې اکبر ایوب تر لسمه زده کړې لري خو انګریزي یې ښه ده،خو دعمران وینا ده چې هره دستوره کې ویناګانې په انګریزظ ژبه کیږي چې دا زمونږ دقام دکمترۍ احساس په ګوته کوي ،اوس چاته معلومه ده چې دې وواړو کې رښتیا څوک وایي؟
دمیا فرمان الله په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال د اکبر ایوب په ټاکنه په ټوئټر لیکلي اکبر ایوب تر لسم ټولګي زده کړې کړي ،په کوم هیواد کې چې دچپړاسي د نوکرۍ دپاره هم شپاړم پاس خلک په کتارونو کې ولاړ وي هلته یو لسم پاس تن څخه دتعلیم وزیر جوړل ددې قام دماشومانو په راتلونکي پسې له خندا پرته نور هیڅ نه دي
خو پخپله بیا ښاغلي اکبر ایوب په ځان کېدونکې نیوکې رد کړي دي اؤ دجیو په نوم یو ټي وي ته یې ویلي چې په هغه دتعلیم په اړه نیوکې هیڅ جواز نه لري.
ښاغلی ایوب وایي "تعلیم هیڅ فرق نه کوي، زه به تګلاره جوړوم"
خو دعبدالحفیظ داوړ په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال داکبر ایوب ددغه وینا سکرین شاټ په ټوئټر خپور کړی اؤ ورسره یې لیکلي "په دریمه درجه کې لسم پاس اکبر ایوب دخیبر پښتونخوا دتعلیم وزیر وټاکل شو ،پخپله دتعلیم ترلاسه کولو نه محروم تن به تعلیمي تګلاره جوړوي"