لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې وزيرستاني کډوال وايي، د ژمي يخ په سر راخيستي خپلو سيمو ته دې ستانه کړی شي


د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله افغانستان ته کډه شوي کډوال وايي، پينځه نيم کاله يې د کډوالۍ ژوند وکړو بيرته تګ ته په تمه ناست دي خو د پاکستان لخوا ورته هيڅ ځواب نه ويل کیږي.

د شمالي وزیرستان نه افغانستان ته کډه شوي زياتره کډوال دا وخت د افغانستان په خوست او پکتيکا ولايتونو کې دي، چې زياتره پکې د خوست په ګلان کېمپ کې دي.

د خوست د ګلان کېمپ څخه يو وزیرستاني کډوال شاهدین وايي يو بل يخ ژمی پرې راغلو په کېمپ کې په زړو خېمو کې ژوند کوي او سخت د مشکلاتو سره مخ دي.

"د تېرو دوه ورځو راهسې په ګلان کېمپ نزدې يو ميټر واوره شوې او دوی سخت ګېر دي دوی پاکستاني چارواکو ته خواست کوي چې دوی په ګلان کې سخت په کېمپ کې سخت په تکليف کې دي د دوی د بیرته تګ دپاره دې په سمدستي ډول ګامونه پورته شي".

يو بل تن نصيب الله چې ځان د کډوالو د کېمپ مشر معرفي کوي وايي،"د ملګرو ملتونو د کډوالو مرستندويه ادارې د دوی مرستې تړلي او ورته يې ويلي چې د دوي سره د پينځه کالو تړون ؤ هغه ختم شوی دی اوس د دوی د پينځه مياشتو راهسې مرستې تړل شوي دي".

هغه وويل دوی د سر د سيوري سره د خوراک د نشتوالي د ستونزو سره مخ دي.

هغه ادعا کوي چې "په کېمپ کې اووه زره کورنۍ مېشت دي او د لرې پرتو علاقو نه ورته نورې کډې هم راروانې دي خو د دوی سره هيڅ انتظام نشته او سخت په تکليف کې دي".

افغان دولت ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان څخه د ۲۰ زرو نه زياتې کورنۍ يواځې د ګلان کېمپ ته ورغلې وې. او پاکستاني چارواکي وايي افغانستان ته د تللو کډوالو څخه څلور زره کورنۍ بيرته ستنې شوي دي.

د قبايلي ضلعو دپاره د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي دا وخت د شمالي وزيرستان ۱۶ کورنۍ کډوالې او نورې بيرته ستنې شوي دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه په دغو کډوالو کې ۲۰۴۴ کورنۍ د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې دي.

د بکاخېلو د کېمپ نه يو کډوال صبعت الله وايي دوه کاله وړاندې د افغانستان نه بيرته ستانه شوي او د بکاخېلو په کېمپ کې دېره کړی شوي او دوی ته هغه وخت ويل شوي ؤ چې په يوه اوونۍ کې به يې خپلو علاقو ته بيرته ستانه کړي خو دوه کاله وشو چې دوی لا په کېمپ کې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "دوی کډوالۍ سخت تنګ کړي او د تېرو دوه ورځو راهسې پرې په کېمپ کې باران روان دی، اوبه يې خېمو ته دننه ورغلي خوراکي توکي يې خراب شو او د دوه ورځو راهسې يې خوب هم نه دی کړی".

صبعت الله د شمالي وزیرستان نه د پارلیمان د منتخب غړو محسن داوړ او میرکلم وزير نه غوښتنه کوي چې په پارلیمان کې دې د دوی غوښتنې راپورته کړي او په دې مسله هلته بحث وکړي.

د قبايلي ضلعو دپاره د پي ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي په قبايلي علاقو کې د يخ موسم او واورې کېدو له امله بيړني حالت په ځای کړی شوي او اړونده انتظاميې ته يې په علاقو کې د چمتو اوسېدو لار ښوونه کړې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د بکاخېلو کېمپ ته يې خوراکي توکي او نور سامانونه رسولي او د کېمپ نه بهر خلکو ته یې رسايي نه کيږي.

داوړ افغانستان ته د تللو کډوالو په مسله د څه ويلو څخه ډډه کوي چې دا کار د دوی په واک کې نه دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG