لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت يوه اوونۍ وروسته ماه جبين قزلباش له مالي مرستې اعلان کړې


ماه جبين قزلباش به روغتون کې داخله ده
ماه جبين قزلباش به روغتون کې داخله ده

د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت د نوميالې سندرغاړې ماه جبين قزلباش د درملنې دپاره پينځه لاکه روپۍ اعلان کړې خو په روغتون کې د يوې اوونۍ د علاج وروسته په دغه اعلان د قزلباش زوی وايي دا پېسې ډېرې کمې دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د کلتور د څانګې مشره (ډايريکټره) شمع نعمت وايي د کلتور د وزارت په وېنا د ماه جبين قزلباش پښتنې له روغتون ته راغله او د حکومت په لار ښوونه يې د هغې د درملنې دپاره د پينځه لاکه روپو ورکولو اعلان وکړو.

په ليډي ريډنګ روغتون کې د قزلباش د پښتنې په مهال نعمت وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "ما د کلتور د وزیر په وېنا قزلباش له پينځه لاکه روپۍ راوړې او مونږ د هنرمندانو قدر کوو".

د خېبرپښتونخوا حکومت يادې نوميالۍ سندر غاړې ماه جبين قزلباش له مالي مرستې وروسته له هغې اعلان کړې چې قزلباش د يوې اوونۍ نه د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې په بستر د بې هوشۍ په حالت کې په مصنوعي ساه ژوندۍ ساتلی کيږي.

ډاکټران وايي د قزلباش د بې هوشۍ په حالت کې درملنه روانه ده او دوی هڅه کوي چې د هغې پوره علاج وکړي او هغه بيرته جوړه شي.

د خېبرپښتونخوا د مالي مرستو په اعلان د قزلباش زوی شاهدعلي وايي چې"که حکومت لخوا د هغې (ماه جبين قزلباش) لپاره غټ اعلان وشي او د هغې پرې ښه علاج وشي نو دوی به پرې ډېر خوشحاله وي ځکه چې نن سبا په څلورو، پينځه لاکو روپو هيڅ نه کيږي".

د ماه جبين قزلباش په روغتون کې د داخلولو دوه ورځې وروسته افغان سفارتي پلاوی د هغې پوښتنې له ورغلی ؤ او هغې ته يې د افغان دولت او خلکو لخوا نيکې پيرزونې وړاندې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG