لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستاني ځواکونو دالوتکې غورځېدو پېښه کې دوه پائیلوټان مړه شوي دي


دپاکستان دهوایي ځواکونو یوه الوتکه په میانوالي سیمه کې غورځېدلې چې امله یې ددغه الوتکې دواړه پائیلوټان مړه شوي دي.

دپاکستان دهوایي ځواکونو ویاند دنهې په ورځ یو بیان کې ویلي چې دغه الوتکه FT-7 دمعمول په تربیتي الوت وه چې د میانوالي سیمې سره نزدې وغورځېده.

ویاند ویلي په پېښه کې ددغه الوتکې دوه پائیلوټان حارث بن خالد اؤ عبادالرحمان مړه شوي دي.

هغه ویلي دپېښې دعلت معلومولو دپاره یو پلټنیزه ډله ټاکل شوې دې ده اؤ دا یې هم سپینه کړې ده چې په دې پېښه کې هیڅ یو عام وګړي ته کوم ځاني یا مالي زیان نه دی رسیدلی.

تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې دپاکستان دهوایي ځواکونو د الوتکو د راغورځېدو پېښې رامنځته شوي دي .

په ۲۴م نومبر کال ۲۰۱۵م کې د FT-7PG په نوم یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه چې پکې دپاکستان وړومبۍ ښځینه پائیلوټه مریم مختار مړه شوې ده.

دکال ۲۰۱۷م دمئ میاشت کې دپنجاب په جهنګ سیمه کې دپاکستان یوه میراج الوتکه اؤ په ۲۵م مښ میانوالي سره نزدې ایف سیون پي الوتکه غورځېدلې وه خو دغو دواړو پېښو کې پائیلوټان خوندي پاتې شوي وؤ.

په اګست ۲۰۱۷م کې هم دوه پاکستاني الوتکې اؤ تیرکال یوه تربیتي الوتکه غورځېدلې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG