لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ: د بنو جلسې لوی مقصد مو د طالبانایزېشن را ستنېدو مخه نیول دي


واشنګټن ـــ د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی چې د جنورۍ پر ۱۲مه د پښتونخوا په بنو ښار کې جلسه کوي، حکومتي انتظامیې د جلسې لپاره مشروط اجازت ورکړی دی.

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی صمد خان وي او اې ډیوه ته وویل، په جلسه کې به یو ځل بیا خپلې غوښتنې تکراروي چې په هغوی کې مهمه غوښتنه عدالتونو ته د بې درکه خلکو وړاندې کول دي:

"​کورونه- مارکېټونه مو وران شول، زلمي مو مړه شول، تورسرې مو بې عزته شوې، پخپل وطن کې درپدره شو هجرتونه یې راباندې وکړل خو اوس دوی بیا دا کوښښ کوي چې د پښتنو علاقو ته طالبانایزېشن بیا راولي، زموږ د دې جلسې غټ مقصد د طالبانایزېشن د بیا راتګ مخنیوی کول دي"​.

د بنو ښار د مرستیال کمیشنر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي،‌ چې پي ټي ایم په منډان پارک کې جلسه کولای شي خو وایي د ریاستي ادارو په ضد له کرکې ډکې او پاروونکې خبرې به پکې نه کېږي او نه به په پارک کې سرکاري املاکو ته زیان رسول کېږي.

صمد خان وایي دوی له حکومته د جلسې لپاره د بنو د سپورټس کمپلیکس غوښتنه کړې وه، خو وایي انتظامیې ورته په منډان پارک کې د جلسې اجازه ورکړه. صمد خان وایي تر مقدمو وروسته عدالتونو د دوی دریځ منلی چې پي ټي ایم یو سوله ییز تحریک دی او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي:

"​د ریاست او ملک خلاف خو موږ هسې هم نه یو، موږ صرف دا خبره کوو چې هره اداره دې پخپله دایره کې دننه اوسي، لازمي خبره ده چې پوځ په هره خبره کې مداخله کوي نو موږ به ګوته ورته نیسو او قام ته به یې په ډاګه کوو"

د بنو د مرستیال کمیشنر د دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډیوه ته د سرکاري اجازتنامې پخلی وکړ او ویې ویل چې د جنورۍ پر ۱۲مه په سپورټس کمپلیکس کې د سرکاري سپورټس مېلې تابیاه شوې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال حقنواز خان وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د حکومت په دریځ کې هم بدلون راغلی ځکه چې وایي د بشري حقونو نړیوالو او ملکي دارو د دې تحریک غوښتنې او مبارزه پر ځای ګڼلې ده:

"​پي ټي ایم پارلماني سیاست نه کوي همدا وجه ده چې حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو دارو له خوا تر فشار لاندې راځي چې که دوی [پي ټي ایم] ته لاس اچوي نو نیوکې به ورباندې کېږي".

بل لور ته بنو ته څېرمه په ډېره اسماعیل خان ښار کې حکومت د لسو ورځو لپاره د فساد د مخنیوي ماده ۱۴۴ نافذه کړې ده چې له مخې یې په ښار کې پر هر ډول ګڼه ګوڼه او جلسه بندیز لګول شوی دی.

د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې سمې بللې دي خو پوځ دغه تحریک په دې تورن کړی چې وایي د ترهګرۍ په ضد د پوځ د لاسته راوړنو په اړه په خلکو کې کرکه خپروي او تور پورې کوي چې د دې لپاره د هند او افغانستان استخباراتي‌ ادارې ورسره مرسته کوي خو د دې غورځنګ مشرانو دا تور په کلکه رد کړی او له پوځه یې په دې اړه ثبوتونه غوښتي خو پوځ‌ تر اوسه په دې اړه کوم ثبوت نه دی ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG