لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له قامي اسمبلۍ وروسته سینیټ هم پوځ دپاره قانون کې دبدلون منظوري ورکړه


په پاکستان کې له قامي اسمبلۍ وروسته سینیټ هم د رائیو په زیاتوالي سره دپوځ دپاره قانون کې دبدلون مسوده منظور کړې ده .

دسینیټ دچئیرمین صادق سنجراني په مشرۍ دشورو په ورځ دسینیټ شوې غوندې ته دپارلیماني چارو وزیر ښاغلي اعظم خان سواتي د پوځ،هوایي اؤ سمندري ځواکونو په اړه قانون کې دبدلون بیلابیلې مسودې وړاندې کړی چې هغه دمنظوریدو په موخه د ددفاع قائمه کمیټۍ ته واستول شوې.

دپاکستان قامي اسمبلۍ دوه ورځې وړاندې پوځ دپاره قانون کې دبدلون دغه مسودې منظور کړې وې چې ورته دحکومت ترڅنګ د سترو اپوزیشن ګوندونو ملاتړ هم ترلاسه ؤ.

دپاکستاني میډيا د راپورونو له مخې سینیټ ته د قانوني مسودې وړاندې کیدو په مهال دجمعیت علماء اسلام(ف)نیشنل ګوند،پښتونخوا ملي عوامي ګوند اؤ جماعت اسلامي سینیټرانو ددې مسودې په سخته مخالفت کړی اؤ ددې په ضد یې کلک شعارونه ورکړي دي.

په پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو مسلم لیګ نواز،پیپلز پارټۍ اؤ عوامي نیشنل ګوند ګڼ شمیر فعالینو هم دخپلو ګوندونو په مشرانو کلکې نیوکې کړي چې ولې یې دپوځ په پلوۍ ددې قانوني مسودې ملاتړ کړی دی؟

وروسته دسینیټ ددفاع دقائمه کمیټۍ کمیټۍ غونډه هم د سینیټر ولید اقبال په مشرۍ وشوه چې پکې ددغو قانوني مسودو منظوري ورکړل شوه.

دپاکستان سترې محکمې په ۲۸م نومبر دحکومت له لوري د پوځ دسرلښکر دملازمت موده کې د درېوؤ کالو دپراختیا اعلامیه ناچله ګرځولې وه اؤ تر شپږو میاشتو یې دپوځ دسرلښکر دمودې غځولو منظوري‌ ورکړې وه خو ددې ترڅنګ یې دا امر هم کړی ؤ چې دې شپږو میاشتو کې باید دپوځ دسرلښکر دملازمت موده کې دپراختیا اؤ ګمارنې په اړوند قانون سازي وکړل شي.

د"پاکستان ارمي( ترمیمي )ایکت" په نوم دکېدونکې دې قانون سازۍ له امله به د درېوواړو پوځونو دمشرانو د ګډو ځواکونو دکمیټيو د مشرانو د ریټائرډ کیدو زیات نه زیات عمر ۶۴ وټاکل شي.

ددې ترڅنګ چې کله دپوځ مشران د شپیتوؤ کالو عمر ته ورسیږي نو دعهدې موده کې پراختیا به ورله وزیراعظم دصدر په غوڅه منظورۍ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG