واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران له خوا په عراق کې پر دوو امریکايي پوځي اډو تر برید وروسته د ایران په ضد د جګړې کوم اعلان ونه کړ، خو ګواښ یې وکړ چې ژر به پر ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.
ولسمشر ټرمپ نن د شورو- چارشنبې په غرمه رسنیو ته په خپله لنډه وینا کې وویل، تر څو چې دی د امریکې ولسمشر وي ایران ته به اجازه ور نه کړي چې ایټمي وسلې ولري.
"ملتونو اوږده موده په منځني ختیځ او نورو هېوادونو کې د ایران تباه کوونکې او ناارامه کوونکې رویه زغملې ده هغه ورځې تېرې شوې، ایران د خپل ایټمي پروګرام په وسیله د ترهګرۍ لویه سرچینه او ملاتړی اوسېدلی، موږ به نور د دې کار اجازه ور نه کړو".
صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د ایران په بېګاني برید کې هیڅ کوم امریکایي او عراقي وګړي او پوځي ته زیان نه دی رسېدلی، ځکه چې وایي پوځیانو یې د بیړنۍ خبرتیا د سیسټم له کبله احتیاطي ګامونه اخیستي وو. وایي یواځې امریکایي اډې ته برسېرن تاوان رسېدلی دی.
ښاغلي ټرمپ وویل، دا ښکاره حقیقت دی چې امریکا اوس د نړۍ لوی پوځي او اقتصادي طاقت دی، خو وایي د دې دا معنا نه ده چې دغه زور وکاروي او نه غواړي چې ویې کاروي. وایي امریکایي پوځ او اقتصاد [د ایران[ د مخنیوي لپاره کافي دي.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، امریکا د نړۍ لوی او خطرناک ترهګر قاسم سلیماني و واژه، چې وایي د قدس ځواک په مشرۍ د امریکایي وګړو ژوند ته خطر وو، د ګڼو خلکو د وژنو ذمه وار وو، ترهګرو ته یې روزنه ورکوله چې حزب الله وسلواله ډله هم پکې شامله ده. ښاغلي ټرمپ تور پورې کړ چې هغه پر امریکایي وګړو نور بریدونه کول خو دوی په وژلو سره د هغه د دې کار مخه ونیوله:
"پر عامو خلکو یې د ترهګرۍ بریدونه ترتیبول، په ټوله سیمه کې له کورنیو جګړو سره مرسته کوله، په زرګونه امریکایي پوځیان یې وژلي او ټپیان کړي وو، په وروستیو کې یې په عراق کې پر امریکایي پوځیانو برید ترتیب کړی وو چې څلور تنه پکې سخت ژوبل او یو امریکایي تن پکې و وژل شوه او په وروستیو کې یې په بغداد کې پر امریکایي سفارت برید منظم کړی وو".
ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې امریکا به ډېر ژر پر ایران نور اضافي بندیزونه ولګوي او تر هغه به یې بیرته ختم نه کړي تر څو ایران پخپل چلند کې بدلون نه وي راوستی. ښاغلي ټرمپ وویل، د ایران دښمني ورسره د ۲۰۱۵م کال تر ایټمي تړون وروسته زیاته شوه چې ده یو د (ناپوهۍ) تړون وباله:
"ایران ته د ایټمي تړون په نتیجه کې د ۱.۸ اربه ډالرو نغدې په ګډون ۱۵۰ اربه امریکایي ډالر ورکړل شول، خو پر ځای د دې چې زموږ مننه یې کړې وای امریکایي وګړي وژني او کله چې دا پیسې ورکړل شوې نو ایران په یمن، لبنان، افغانستان او عراق کې یې خلکو ته دوزخونه جوړ کړل"
ولسمشر ټرمپ وویل ایران به د ایټمي پروګرام له ودې او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، وایي موږ به له ایران سره داسې تړون وکړو چې نړۍ خوندي وي. ښاغلي ټرمپ په منځني ختیځ کې د ایران د رول د مخنیوي په اړه وویل:
"مهذبه نړۍ باید ایراني رجیم ته په ګډه یو کره او روښانه پیغام ولېږي چې نور په سیمه کې د دوی د ترهګرۍ کمپاین نه شي زغمل کېدای او نه نور پر مخ اجازه ورکول کېدای شي".
ټرمپ وویل امریکې د ده د ولسمشرۍ په مهال زرګونه داعشیان او د داعش ډلې مشر البغدادي و واژه چې د زرګونو یهودانو، مسلمانانو، عیسایانو او نورو خلکو په وژلو کې یې لاس درلود، وایي داعش د ایران دښمن دی او د داعش ځپل د ایران په ګټه دی او وایي دوی باید په دې او نورو لومړیتوبونو کې په ګډه کار سره وکړي.