لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي نظریاتي کونسل دماشومانو دجنسي ځورؤنې مخنیوي دپاره دځانګړو محکمو جوړولو سپارښتنه کړې


اسلامي نظرياتي کونسل په پاکستان کۍ د ماشومانو پرضد د مخ په زياتي جنسي پيښو د مخنیوي دپاره په ګرد هېواد کې د ځانګړو عدالتونو او پولیس تاڼو د جوړولو سپارښتنه کړې او دا ېې هم په ډاګه کړې چې په جبري ډول څوک مذهب بدلولو ته اړکول د اسلام او ملکي ائین په ضد عمل دی.

د زيارت په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي نظرياتي کونسل په دوه ورځنۍ غونډه کې د شوو پريکړو داحوال ميډيا ته د تيرولو پرمهال د کونسل چيرمين ډاکتر قبله اياز وويل چې پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي زياتي مخ په زياتي پيښې د انديښنې وړ دي او بايد چې د ددې بد عمل په وخت مخنیوی وشي .

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وویل چې کونسل په دې اړه په ګرد هېواد کې د ځانګړو عدالتونو او پوليس تاڼو د جوړولو سپارښتنه کړې ده.

هغه دا هم وویل چې دماشومانو سره د جنسي زياتیو د ناوړه عمل د مخنیوي دپاره بايد چې په ټولنه کې د بيدارۍ خورولو هڅې هم وشي .

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره خبرو کې د اسلامي نظرياتي کونسل د سپارښتنو هرکلې کوي او وايي هيله ده چې د کونسل دا غږ به تر لرې ورسي .

په خيبرپښتوخوا کې دا مهال د ماشومانو دپاره درې عدالتونه جوړ شوي دي او په مهمند ضلعه کې هم په يو ځانکړي عدالت کار روان دی.

عمران ټکر وايي بايد چې داسې عدالتونه د پاکستان په هره ضلعه کې جوړ شي .

اسلامي نظرياتي کونسل په هېواد کې په جبري توګه د مذهب د بدلولو دپيښو هم جاج اخستی او د کونسل مشر قبله اياز وايي په زور څوک خپل مذهب بدلولو ته اړبا کول د اسلام او د پاکستان د ائين د ۲۰مې دفعې پرضد عمل دی.

ډيوه ريډيو ته قبله اياز وویل کونسل په دې معامله د بېړې نه کار نه اخلي او ددې کشالې د ژور جاج اخستنې دپاره غواړي چې د لږکيو مشران راوبلي او بيا د کونسل غړي په خپله د سندهـ صوبې سفر وکړي او په موقع د حالاتو څيړنه وکړي او وروسته بيا تفصيلي رپورټ جاري کړي .

اسلامي نظرياتي کونسل په خپله دوه ورځنې غونډه کې په تيره موده کې د بلوچستان پوهنتون دننه د محصلينو دځورؤنې د معاملې هم جاج اخستې دی او سپارښتنه ېې کړې چې د کال ٢٠٠٣ او له هغې وروسته د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په واکمنۍ د معرفي کړل شوو تعليمي تګ لارو ارزؤنه وشي او ددې دپاره دې د لوړې کچې يوه کميټي جوړه شي چې داسې ددغه پالیسيو د تعليمي ، علمي ، نفسياتي اواخلاقي اغیزو بشپړه ارزؤنه وشي.

ددې ترڅنګ اسلامي نظرياتي کونسل په هېواد کې د بډو رشوتنو د مخنیوي د ادارې قامي احتساب کميشن د کال ٢٠١٧ ارډيننس هم بشپړه جاج اخستی دی او ددغه قانون ځنې دفعې یې د اسلامي شريعت پرضد ګرځولې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG