لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دپولیو نورې شپږ پېښې مخې ته راغلي دي


دخیبر پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو څخه د پولیو نورې شپږ پېښې مخې ته راغلي چې دې سره دیو کال په مهال ګرد پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۱۳۶ؤ ته رسېدلې ده.

دپاکستان دصحت محکمې له مخې دخیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کې د ۲۴ؤ میاشتو یو ماشوم اؤ په لګي مروت کې د نهو میاشتو ماشومې ته د پولیو وائرس لګیدلي دي.

دپاکستان ګڼ شمیر رسنیو دخیبر پښتونخوا دبېړنیو عملیاتو مرکز په حوالې ورکولو سره ویلي دغو دواړو ماشومانو ته دپولیو د مخنیوي څاڅکي نه وؤ ورکړل شوي.

دپولیو ددې نوؤ پېښو مخې ته راتلو سره خیبر پښتونخوا صوبه کې دیو کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۹۱ ته رسېدلې .

همدغه شان دصحت محکمې چارواکو منلې چې دپنجاب ډيره غازي اؤ دسندهـ صوبې د جامشورو اؤقمبر څخه هم دپولیو دوه،دوه نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

ددې ترڅنګ په یوکال کې په سندهـ صوبه کې دپولیو ۲۴،پنجاب کې اته اؤ بلوچستان کې ۱۱ پېښې مخې ته راغلي چې ددې ټولو پېښو شمیره ۱۳۴ؤ ته رسېدلې اؤ ویل کیږي له دې وړاندې کله هم په دومره ګڼ شمیر کې دپولیو پېښې مخې ته نه وې راغلې.

چارواکو ويلي د پوليو دا تازه پېښې د هغو ماشومانو دي چې دوی ته د پوليو ضد څاڅکي نه وو ورکړی شوي. په پاکستان کې د پوليو دا تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستیو کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو دعوه کړې وه چې په ملک کې يې د پوليو رنځ پرضد کامياب کمپاين کړی دی.

د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکو د دسمبر په مياشت کې ترسره شوي کمپاين ته په داسې حال کې کامياب ويلي ؤ چې په ياد کمپاين کې ويل شوي دوه لاکه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي هم وو.

د بېړنو عملیاتو د قومي مرکز رابطه کار ډاکټر رانا صفدر د دسمبر په مياشت کې ويلي ؤ، "د روان (۲۰۱۹) کال اپرېل په میاشت کې دوه نيم ملينه ماشومان د پولیو څاڅکو څخه پاتې شوي وو او په دې وروستي کمپاين کې دا شمېره دوه لاکه ته راټيټه شوې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG