لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د څلورو بچو پلار د بې روزګارۍ له امله ځان ته اور اچولی خودکشي يې کړې ده


د پاکستان په غت صنعتي ښار کراچۍ کې د څلورو بچو پلار يو تن ځان ته اور اچولی او خودکشي يې کړې ده، پوليس وايي دغه تن په خپله يې ويلي چې د بې روزګارۍ له امله يې خودکشي کړې ده.

دا پېښه د کراچۍ په ابراهيم حېدري علاقه کې مخې ته راغلې ده.

د ابراهيم حېدري پوليس سټېشن مشر رضا سولنګي د پېښې پخلی کوي او وايي " دغه تن چې ۳۲ کلن او د څلورو بچو پلار ؤ ځان ته يې اور اچولی او په روغتون کې يې پوليس ته بيان ریکارډ کړی چې د بې روزګارۍ نه تنګ راغلی او ځان ته يې اور اچولی دی".

د پوليس افسر په وېنا دغه تن چې په خټه سيندی او د سيند صوبې سره يې تعلق دی په روغتون کې يې ژوند د لاسه ورکړی دی. پوليس دا عام مزدور ؤ او په خره به یې مزدوري کوله.

ځايي ميډيا وايي د دغه تن نه يې بچو تودې جامې غوښتې وې.

راپورونه وايي د سوځېدو وروسته دا تن د رتهـ پاؤ په نوم روغتون ته وړل شوی او د روغتون چارواکو ويلي هغه په داسې حال کې روغتون ته راوړل شوی چې د ۶۰ فيصده نه زيات وجود يې سوځېدلی ؤ.

په سيند صوبه کې په پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد بټ وايي، "دا د رياست ناکامي ده چې خلکو له روزګار نه شي ورکولی او ګراني نوره سېوا کیږي او څيزونه د عامو خلکو د وس نه بهر کيږي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل "د دغه ډول پېښو په شا اصل علت معاشي وي او دا کار د ریاست په لاس کې دی چې داسې پاليسۍ جوړې کړي چې کم از کم، خلک خو کولی شي چې د ژوند بنيادي ضرورتونه خو پوره کړی شي".

هغه وايي " دلته حالات داسې دي چې د مزدور دپاره ۱۷زره روپۍ مياشت تنخوا ټاکل شوې خو په دې کار په يو ځای کې عمل نه کيږي او په ځانګړي ډول په کارخانو کې دا حال دی چې مزدور په درېم ځای کار کوي د ټېکدار سره، نو په داسې حال کې چې بچي خوراک غواړي جامه پېزار غواړي او هغه څوک نه شي پوره کولی نو چې خودکشي نه کوي بل څه به کوي".

بټ زياتوي څوک هم په ځان ظلم نه کوي، او په خپله زغم کولی شي خو د بچو په وړاندې په داسې حالاتو کې خلک بيا د ذهني ناروغۍ ښکار شي او خودکشۍ کولو ته مجبوره شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG