لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیوکرین مسافر وړونکې الوتکه ایران په میزائیل ویشتلې که دحادثې ښکار شوې؟


دکېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي په تهران کې د یوکرین غورځېدلې الوتکه دکومې پېښې ښکار شوې نه ده بلکې هغه په احتمالي توګه ایران‌ په میزائیل رانسکوره کړې ده.

ایران دخپل قدس ځواکونو دمشر قاسم سلیماني امریکايي ډرون برید کې د وژل کیدو دغچ اخستنې په موخه په اتمه جنورۍ عراق کې په دوؤ امریکایي پوځي اډو د یو درځن نه زیات میزائیل داغلي وؤ .

هم په دغه ورځ تهران کې دامام خمیني هوایي ډګر څخه دیوکرین دپاره پورته شوې دیوکرین یوه مسافر وړونکې الوتکه راغورځېدلې اؤ تباه شوې وه چې پکې ۱۷۶مسافر وژل شوي وؤ اؤ له دغو مسافرو څخه ۶۳ؤ کسانو دکېنېډا سره تړاؤ لرلو.

د زیارت په ورځ دکېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي “ مونږ دبیلابیلو خفیه سرچینو څخه معلومات اؤ شواهد لرو چې دایران په زمکه رانسکوره شوې دمسافرو الوتکه د زمکې څخه په میزائیل ویشتل شوې اؤ راغوځورؤل شوې ده”

هغه ویلي “کیدای شي دا الوتکه په غیر ارادي طور هم تباه کړل شوې وي خو زمونږ ۶۳ؤ وګړو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی”

دکېنېډا وزیراعظم ویلي دهغه حکومت به تر هغې په قلار نه کښېني ترڅو چې ددې پېښې رڼې پلټنې،احتساب اؤ انصاف نه وي شوی.

خبري شبکې رائټرز لیکلي امریکایي چارواکو د زیارت په ورځ د سیټلائټ څخه داخستل شوؤ عکسونو په حوالې ورکولو سره ویلي وؤ چې واشنګټن په دې نتیجه رسیدلی چې دغه الوتکه په میزائیل ویشتل شوې ده.

رائټرز وایي دامریکا درېوؤ چارواکو ورته ویلي چې ایران دغه مسافر وړونکې الوتکه په تیروتنې سره رانسکوره کړې ده.

خو بل لوري ته ایران دا تورونه رد کړي چې ګنې دیوکرین الوتکه په میزائیل ویشتل شوې اؤ راغورځول شوې ده.

دایران دحکومت ویاند علي ربي ویلي دداسې قسمه اطلاعاتو خورولو موخه د ایران په ضد دنفسیاتي جګړې برابر خبره ده.

ایران ویلي دغه الوتکه د تیکنیکي خرابۍ له امله بیرته هوایي ډګر ته راګرځېدله چې وغورځېده.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ هغه دا نه شي منلی چې دا الوتکه دې د تیکنیکي ستونزې له امله تباه شوې وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG