لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي‌ ټي ایم نیول شوی فعال حسن ناصر زندان ته لیږل شوی


په مردان ضلعه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شوی ځايي مشر حسن ناصر عدالت په جوډيشل ریمانډر جېل ته لېږلی دی، وکيل يې وايي د ضمانت دپاره يې هڅې کوي.

د پي ټي اېم د نيول شوي ځايي مشر حسن ناصر پلار اعجاز خان وايي دا درېم ځل دی چې زوئ یې د پي ټي اېم د هلو ځلو په سر ونيول شو.

د ناصر وکيل شهاب خټک وايي عدالت نن هغه په جوډيشل ریمانډ زندان ته ولېږلو او دوئ هڅه کوي چې په ضمانت يې راخوشی کړي.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې وکیل شهاب خټک ویلي په ناصر د سائبر کرايم دقانون لاندې مقدمه درج کړا شوې او د ۱۱م ۱۲م مادې لاندې پرې د ادارو پرضد د کرکې خورولو تورونه لګول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښشتين د حسن ناصر نيول غندلي دي او د هغه زر تر زره د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

حسن ناصر په داسې حال کې نيول شوی چې پي ټي اېم دوه ورځې وروسته په بنو کې د جلسې کولو اعلان کړی دی.

د پي ټي اېم يو مشر نديم عسکر تور لګوي چې په مردان، چارسده، صوابۍ او بونېر کې پوليس د دوی د ملګرو په کورونو چاپې وهي.

خو زياتوي اوس هغه ډول مشکلات نشته د کومو سره چې به دوئ وړاندې مخامخ کېدل.

هغه وويل د بنو انتظاميې دوی ته د جلسې اجازه ورکړې همکاري ورسره کوي او دوئ هم د انتظامیې سره مرسته کوي او دوی تمه لري چې په بنو ضلعه کې په يوه غټه پرامنه جلسه کولو کې کامياب شي.

د پي ټي اېم مشر تېره مياشت اعلان کړی ؤ چې په ۱۲م جنورۍ په بنو کې غټه جلسه کوي او په دغه جلسه کې به د پښتنو په مسلو خبرې کوي.

راپورونه وايي په ۱۲م جنورۍ ځايي انتظامیې پي ټي اېم ته د جلسې اجازه ورکړې خو په دغه ورځ انتظاميې په بنو ضلعه کې د لوبو مختلفې غونډې هم راجوړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG