لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو د کډوالو په کېمپ کې اور لګېدلی، د کډوالو بازار یې سوځولی


د بکاخېلو په کېمپ کې اور لګېدلی
د بکاخېلو په کېمپ کې اور لګېدلی

په بنو کې د شمالي وزيرستان د کډوالو په بکاخېل کېمپ کې اور لګېدلی چې له امله يې د کډوالو جوړ خپل بازار په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د بنو د بکاخېل کېمپ څخه يو کډوال چې نوم يې نه څرګندول غوښته وي او ای ډيوه ته وويل د شپې په مهال په کېمپ کې په جوړ بازار اور لګېدلی او په دغه بازار کې جوړ نزدې د ۲۰ پورې دوکانونه وو چې ټول سوځېدلي دي.

د هغه په وينا په يو دوکان کې د پينځه لاکه روپو پورې سامانونه پراته وو. هغه وويل په دغو دوکانونو کې د خوراکي توکيو، جامو، پېزارو، چرګانو او سبزۍ دوکانونه وو.

د کېمپ دپاره د انتظام د ادارې مشر عمران وزیر وايي د شپې په دوه نيمې بجې د درزي (ټېلر) په دوکان کې د بجلۍ څخه اور لګېدلی دی.

هغه وويل دا بازار په کېمپ کې دننه خلکو په خپله جوړ کړی او څپر بازار ؤ. هغه وويل د اور لګېدو له سامانونه سوځېدلي او کوم انساني زيان يې نه دی اړولی.

د شمالي وزيرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر غلام وزیر وايي په دې کېمپ کې خلک سخت په غريبۍ کې ژوند کوي او د حکومت څخه چې دې خلکو ته د مياشتې په سر کومې ۱۲زره روپۍ مېلاويږي دا بازار په هغې روپو جوړ کړی ؤ.

هغه وويل بازار وسوځېدو اوس بايد حکومت د دغو مرسته وکړي.

وزير زياته کړه په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پېل کېدو سره چې خلکو کډې کړې وې دوی ته ويل شوي ؤ چې په دوه مياشتو کې به يې بيرته ستانه کړي خو پينځه نيم کاله وشو چې دا خلک اوس هم په کډوالۍ کې ژوند کوي.

هغه وويل دوی د کډوالو د بيرته ستنېدو دپاره وخت په وخت احتجاجونه کوي چې د شمالي وزیرستان نه په پاکستان کې دننه او افغانستان ته کډه شوي خلک دې زر تر زره بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

وزیر وويل دوی اوس دې ته اړ شوي چې په نړيوال کچ احتجاج وکړي ځکه چې په پاکستان کې د دوی غږ نه اورېدل کیږي.

د قبايلي ضلعو دپاره د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي دا وخت د شمالي وزيرستان ۱۶ کورنۍ کډوالې او نورې بيرته ستنې شوي دي.

د پي ډي اېم ای ترمخه په دغو کډوالو کې ۲۰۴۴ کورنۍ د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG