لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:سیمه دبلې جګړې توان نه لري،دایران اؤ امریکې تاؤ تریخوالی راکمول پکار دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي دایران اؤ امریکه ترمنځ تاؤ تریخوالي راکمولو ته اړتیا ده ځکه چې دا سیمه دکومې بلې جګړې توان نه لري.

دخالي په ورځ خپل یو بیان کې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي ویلي ایران منلې چې دیوکرین الوتکه یې په تیروتنې سره ویشتلې ده اؤ په دې پېښه کې ګڼ بېګناه خلک وژل شوي چې دا یوه دافسوس وړ پېښه ده.

نوموړی وایي دتهران په سفر کې به دایراني مشرتابه سره لیدنې کوي اؤ دهغوئ په دریځ به دځان پوهولو هڅه کوي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل سعودي عرب ته به هم سفر کوي اؤ سعودي چارواکو سره به دسیمې دننه په نوي پیل شوي کړکیچ کې دپاکستان په رول اؤ دریځ خبره کوي.

اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه صدیق مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې اسلام اباد دمنځني ختیز په وضعیت سخته اندېښنه لري اؤ چمتو دی چې دامن دټینګښت دپاره خپل رول ترسره کړي.

هغې ویلي وؤ‌ سیمه کې دتاؤ تریخوالي د راکمولو اؤ دامن دهڅو دپاره ګنجائش شته اؤ وزیراعظم عمران خان دباندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته لارښونه کړې چې باید دبهرنیو چارو اړوند وزیرانو سره تماسونه ټینګ کړي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپل یو بیان کې دمنځني ختیز په تاؤژن وضعیت اندېښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان به سیمه کې نور د کومې نوې جګړې برخه نه جوړیږي.

عمران خان ویلي وؤ چې دایران اؤ امریکې ترمنځ د روان تاؤ تریخوالي راکمولو په موخه یې دهیواد دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د امریکې،ایران اؤ نورو هیوادونو دسفرونو امر کړی دی.

په دریمه جنورۍ بغداد کې دهوایي ډګر نه بهر یو ډرون برید کې دایران دقدس ځواکونو دمشر قاسم سلیماني له وژل کیدو راپدیخوا دایران اؤ امریکا اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ اوړمه شپه امریکا عراق کې د امریکې دوؤ هوایي اډو باندې پینځلس میزائیل توغولي وؤ.

امریکا له دې تاؤ تریخوالي وروسته په ایران نوي بندیزونه هم لګولي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG