لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايران: مظاهره چيانو د لوړ پوړو مشرانو د محاکمې او استعفی غوښتنه کړې


په ايران کې مظاهره چيان په سړکونو راوتي او د يوکراېن د مسافر الوتکې په تېروتنه د ويشتو په سر يې د لوړ پوړو مشرانو د محاکمه کولو او د هغوی نه د استعفی غوښتنه کړې ده.

په ايران کې د حکومت پرضد د اتوار په شپه په دوېمه ورځ مظاهرې روانې وې.

د ايران حکومت تېره اوونۍ د يوکراين د الوتکې ويشتل رد کړي خو وروسته يې منلې وه چې په تېروتنه يې مسافر الوتکه ويشتې وه. په ياده الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۷۶ تنه سواره وو.

د تهران پوهنتون مخې ته د مظاهره چيانو يوې ډلې ويلي،" دوی مونږ ته دروغ وايي چې امریکا زمونږ دښمنه ده، خو زمونږ دښمان دلته دي".

په ايران کې د مظاهرو په مهال په زياته شمېره کې پولیس ځای په ځای کړی شوي دي.

له دې وړاندې د ايران د انقلابي ځواک مشر بخښه غوښتې چې د يوکراين الوتکه يې په تېروتنه په ميزايل ويشتې وه.

جنرل حسېن سلامي ويلي، "زه په خدای قسم کوم او غوښتل مې چې په دغه غورځېدلې الوتکه کې زه هم وي او سوځېدلی وی خو چې دا پېښه مې په سترګو نه وی ليدلی. ما کله په ژوند کې داسې بده پېښه نه ده ليدلې".

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړی چې په مظاهره چيانو بریدونه ونه کړي.

نوموړي په يو ټويټ کې د ايران مشرانو ته په مخاطب کولو سره ويلي، "د ایران مشرانو، خپل مظاهره چيان ونه وژنئ. په زرګونو مو د مخکې نه وژلي دي، نړۍ مو ويني. او د ټولو نه مهمه امریکا مو ويني. انټرنېټ بيرته روان کړئ مظاهره چيان ازاد پرېږدئ د ايران د خلکو وژنې ودروئ".

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف هم د الوتکې په غورځولو پښېمانتيا او بخښنه غوښتې ده.

په ايران کې د تازه مظاهرو نه دوه مياشتې وړاندې هم د تېلو د بيعو لوړولو په وخت خلک په سړکونو راوتي مظاهرې يې کړې او د ايران حکومت بيا د مظاهره چيانو پرضد طاقت کارولی ؤ.

د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو په دغو مظاهرو کې د لسګونو کسانو د وژنو ويلي خو حکومت د وژنو شمېرې نه وې ښکاره کړې.

XS
SM
MD
LG