لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د بې درکه کسانو د وکيل عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی


انعام الرحیم
انعام الرحیم

د پاکستان سپريم کورټ د بې درکه کسانو وکيل کرنل (ر) انعام الرحمان عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی دی، عدالت دا فېصله نن د ګل، دوشنبې په ورځ اورولې ده.

انعام الرحيم د بې درکه کسانو دپاره وکالت کوي څوک چې تېره مياشت نامالومو کسانو د کوره پورته کړی او وروسته د لاهور هايکورټ د هغه د خوشي کولو امر کړی ؤ.

خو وروسته د دفاع وزارت عدالت ته ويلي ؤ چې انعام الرحيم د ځينې پټو اسنادو د قانون په سرغړونه نيول شوی دی.

د عدالت په ننۍ لنډه فېصله اورولو اټارني جنرل خواست کړی چې عدالت دې د خوشي کېدو دا فېصله معطل کړي خو جسټس مشيرعالم ویلي د عدالت په فېصله دې عمل وشي.

د پټو اسنادو په خبره په عدالت کې بحث شوی خو په اخره کې عدالت ويلي انعام الرحيم دې سبا د نهې، سه شنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شي.

ياد وکیل د دسمبر په ۱۶م نېټه په راولپنډۍ کې د خپله کوره اوچت کړی شوی ؤ.

کرنل(ر) انعام الرحیم څوک دی؟

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر انعام الرحیم د پنجاب ایالت د پېنډۍ ښار اوسیدونکی دی اؤ هغه د هاغو خلکو وکالت کوي چې یا په جبري توګه له کورونو لا درکه کړل شوي اؤ یا ورته پوځي محکمو سزاګانې ورکړي دي.

هغه په تیرو وختونو کې د پاکستان په پوځي مرکز جي ایچ کیو شوي برید کې د تورنو کسانو وکالت هم کړی ؤ.

د دې ترڅنګ نوموړي وکیل د سترې محکمې د ځينو ججانو په ضد قضیې هم دائر کړې وې چې په هغې کې د جج منصورعلي شاه نوم هم شامل دی.

د انعام الرحیم د کورنۍ د غړو په وینا هغه تېره میاشت پېنډۍ کې د خپل کور څخه نامعلومو کسانو پورته کړی دی.

د لا درکه وکیل زوي حسنېن انعام امریکا غږ ته په دې وروستیو کې ویلي ؤ چې د هغه د پلار په تښتونه کې په احتمالي توګه د هغه ځینې پخواني دوستان هم لاس لرلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG