لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور هايکورټ پروېز مشرف ته سزا ورکوؤنکی خصوصي عدالت لاقانونه وګرځولو


لاهور هايکورټ هغه عدالت لاقانونه وګرځولو کوم چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف پرضد د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړ کړی شوی او ياد عدالت پروېز مشرف ته د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.

لاهور هايکورټ ته پروېز مشرف د يادې فېصلې پرضد خواست کړی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه د مشرف په خواست لاهور هايکورټ د ځانګړي عدالت جوړول غېر قانونه وګرځول او ويلي يې دي چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.

د جسټس سيد مظاهرعلي اکبر نقوي، جسټس محمد اميربټهي او جسټس چودري مسعود جهانګير په ګډه د لاهور هايکورټ بنچ د پروېز مشرف په خواستونو امر کړی دی.

د پروېز مشرف پرضد د ځانګړي عدالت فېصله

د مشرف پرضد په ۱۷م دسمبر ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ د فېصلې په ۶۶م پېراګراف کې ويلي ؤ چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.

د مشرف پرضد فېصلې ته د پوځ غبرګون

د پاکستان پوځ دغې فېصلې ته په غبرګون کې ويلي ؤ، پرویز مشرف د هېواد خدمت کړی دی او د هېواد د دفاع دپاره یې جنګونه کړي دي هغه غدار نشي کېدلی.

پوځ ويلي ؤ د خصوصي عدالت فېصلې د پوځ په صفونو کې "درد او غصه" راوپارولې ده.

پوځ زياته کړې وه پرویز مشرف د پوځ مشر و او جنګونه یې کړي دي او هغه "یقیناً غدار نشي کېدلی."

پوځ د عدالت د فېصلې په اړوند ويلي ؤ عدالت د اساسي قانون سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې د دفاع موقع نه ده ورکړې او عدالت په خپل سر مقدمه سر ته رسولې او فیصله یې په "بېړه" کې کړې ده.

د پروېز مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه

د کال ۲۰۰۷م د نومبر په مياشت کې پروېز مشرف په ملک کې بېړني حالت په ځای کړي، ائين يې معطل کړی او په رسنیو يې بندېز لګولی او د سترې محکمې ججان په کورونو کې نظر بند کړي وو.

د مسلم ليګ ن ډلې په تېر حکومت کې د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف پرضد د درېم نومبر کال ۲۰۰۷م د اېمرجنسي لګولو او ائين ماتولو په تور کې د غدارۍ مقدمه جوړه کړی شوې وه.

پروېز مشرف په کال ۱۹۹۹م کې د نواز شریف حکومت نسکور کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG