لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د واورې او باران په پېښو کې ۱۹ کسان مړه شوي


په بلوچستان صوبه کې د تېرو درېو ورځو راهسې د واورې او باران له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د افتونو په وخت د انتظام اداره (اېف ډي اېم ای) د واورې او باران امله په رامنځته شوؤ پېښو کې د مرګ ژوبلو پخلی کوي.

د کوټې څخه د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری شېرانی خبر راکوي چې چارواکو ورته ويلي چې د مرګ ژوبلو په پېښو کې په ږوب کې د ماشومانو او ښځو په ګډون نهه تنه، په پښين کې درې تنه، په قلعه عبدالله کې شپږ او په کوټه کې يو تن مړ شوی دی.

د واورې او باراني موسم په مهال په کوټه کې په يو کور کې د ګېس د وتلو له امله د يوې کورنۍ پينځه تنه هم مړه شوي وو.

چارواکي وايي د واورې ورېدو له امله د بلوچستان غټې لارې چې پکې د کان مهترزۍ لاره چې د بلوچستان صوبه د خېبرښتونخوا او پنجاب سره تړي د تېرو درېو ورځو راهسې بنده پرته ده.

د سيمې چارواکو ويلي پرون په دغه لار کې د ۴۰۰ نه زیات کسان بند پاتې شوي او بيا د شپې په مهال د دغو خلکو راويستو دپاره د قلعه سېف الله او پشين سره د نزدې نورو ضلعو انتظاميې او ليويز ځواک د ژغورنې عمليات ترسره کړي دي.

د ډيوه بل خبريال نعمت الله سرحدي خبر راکوي چارواکو ورته ويلي چې د چمن د کوژک په غره د واورې له امله غټه لاره بنده خو يواځې واړه ګاډي پرې تلی شي غټ ګاډي ولاړ پاتې دي چې له امله د افغان ټرانزټ ګاډي هم ودرېدلي دي.

چارواکو ويلي د واورو او باران د موسم له امله کوټه، زيارت، پښين، قلعه عبدالله، کچي، مستونګ، قلعه سېف الله، لورالايي، هرنايي، قلات او کېچ ضلعې ډېرې اغېزمنې شوي دي.

د ډيوه خبريالان وايي د واورو او باران له امله د ډېرو اغېزمنو سیمو څخه ورته خلکو ویلي ژوند يې د سختو مشکلاتو سره مخ شوی او د خوراکي توکيو ستونزه ورته ورپېښه ده.

چارواکي وايي خلکو ته د مرستو رسولو هڅې کوي.

د پي ډي اېم ای مشر عمران زرقون ويلي د بلوچستان حکومت څخه يې د خلکو د مرستو دپاره هيلي کاپټر اخيستی او مرستې يې دوام لري.

د باران او واور له په ځينو علاقو کې د ګاډو د ټکر کېدو او ښوېدو پېښې هم رپوټ شوي دي.

د موسمياتو محکمه وايي په راتلونکو څو ورځو کې د واورې او باران کېدو امکان نشته خو څو ورځې به موسم ډېر يخ وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG