لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۱۵ ورځې وروسته ماه جبېن قزلباش سترګې وغړولې،ډاکټران وایي د ژوند امید یې پیدا شوی


د پښتو د وتلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش روغتیایي وضعیت د ډاډ په لوري روان شوی دی اؤ دهغې ځوئ شاهد اورکزی وایي ۱۵ ورځې وروسته هغې سترګې غړولي اؤ د ژوند امید یې پيدا شوی دی.

په ماه جبین قزلباش دتیرې میاشتې (دسمبر) په۳۱مه نېټه د زړه دوره راغلې وه اؤ دبې هوشۍ په حالت کې دپېښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسؤل شوې وه چې دغلته ډاکټرانو دهغې روغتیایي حالت دخطرې وړ بللې ؤ.

ماه جبین قزلباش ۱۵ ورځې په هسپتال کې بې هوشه پرته وه اؤ ډاکټرانو هغه په مصنوعي ساه ژوندۍ ساتلې وه خو د نهې په ورځ دماه جبین قزلباش ځوئ ښاغلي شاهد اورکزئ امریکا غږ ته ډیوه ته ویلي چې ۱۵ ورځې دبې هوشه پاتې کیدلو وروسته هغې تیره ورځ په وړومبي ځل خپلې سترګې غړولې دي.

ډیوه دهغې د روغتیایي وضعیت معلومولو په موخه د پېښور دلیډي ریډنګ روغتون ډاکټرانو سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو په دغه هڅه کې بریالۍ نه شوه.

دماه جبین قزلباش ځوئ شاهد علي اورکزي وویل ډاکټرانو ورته ویلي چې دمور ژوند یې له زیاتې خطرې ژغورل شوی اؤ په سلو کې شپیته فیصده د ژوند په لوري ګرځېدلې ده.

هغه وویل ماه جبین قزلباش اوس سترګې غړولي خو لا د خبرو اترو یا حرکت جوګه نه ده اؤ ډاکټران وایي چې که داسې په چټکیتا سره دهغې صحت دښه والي په لوري روان پاتې شي نو کیدای شي درې څلور ورځې وروسته دهغې ساه هم پځائ شي اؤ د مصنوعي ساه یا وینټي لیټر ضرورت ورته پاتې نه شي.

ماه جبین قزلباش دپښتو هغه لویه سندرغاړې ده چې په زرګونو سندرې یې ویلي اؤ خپل نوم یې دپښتو دسر په سندرغاړو کې جوړ کړی دی.

ماه جبین قزلباش هم په کال ۱۹۶۵ کې په پیښور کې زیږیدلې اؤ لویه شوې ده

هغه په خټه دافغانستان دهرات فارسیوانه ده،نیکه یې دهرات نه قندهار اؤ پلار یې بیا پیښور ته راغلی ؤ ، دقبائیلي سیمې اورکزو پښتو فلمونو په تکړه هیرو ارواښاد ایمل خان واده شوې وه .

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړي اؤ تردې مهاله دغه سندریز یا فني سفر ۴۳ کالو ته رسیږي.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه ترلاسه کړي اؤ دخپل خوږ اواز له امله ورته د بلل سرحد لقب هم ورکړل شوی.

دپاکستان حکومت ورته په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی .

دځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم دکار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پیښور، اؤ ټیلي ویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلي اؤ زیاتره پکې مشهورې شوي دي.

په مشهورو سندرو کې څه په لاندې ډول دي.

اوبه دې وړینه

سپنې سپوږمۍ وایه

زه خو ستا،ستا یمه

مسته ملنګا دې کړم

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG