لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پاکستان د امریکا، سعودي عرب او ايران ترمنځ په جوړ جاړي کې څومره رول ترسره کولی شي؟ د څيړونکو نظر


څيړونکي وايي پاکستان په سیمه کې مهم هېواد دی د امریکا، سعودي عرب او ايران سره اړيکې لري ځکه د دغو هېوادونو ترمنځ د جوړ جاړي خبره کوي خو دا به د دغو هېوادونو د سفر نه وروسته مالومه شي چې د خبرې ته څومره ارزښت ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د ايران او سعودي عرب د سفر نه وروسته امریکا ته په سفر روان شوی او د بهرنيو چارو د وزارت په وېنا نوموړی به په نیويارک کې د ملګرو ملتونو د مشرانو او واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره ليده کاته کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي د قرېشي د امریکې دا سفر د وزیراعظم عمران خان د هغې لارښوونې کړۍ ده چې پاکستان د امریکا، سعودي عرب او ايران ترمنځ د امن رول ته تيار دی خو د چا د جګړې برخه به نه جوړيږي.

پخوانی سفير اشرف جهانګير قاضي وايي، پاکستان په سيمه کې يو مهم هېواد دی او که د ايران او امریکا جګړه کيږي نو اثر به يې په دې ټوله سيمه وي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې قاضي وويل "پاکستان هڅه کوي چې د سولې خبره وکړي او پاکستان په سیمه کې شريک مهم هېواد دی ځکه غواړي چې خپل رول ترسره کړي، په دې کې هیڅ داسې خبره نشته چې پاکستان څومره رول ترسره کولی شي خو خپل کوشش کوي او په دغه لړ کې د بهرنيو چارو وزیر سفرونه کوي".

بل پخوانی سفیر اياز وزیر هم وايي، "د پاکستان د امریکې، سعودي عرب او ايران درې واړو هېوادونو سره اړيکې دي د چا سره ډېرې ښې اړيکې او د چا سره لږې کمې، او ښکاري چې پاکستان ته دغو درې واړو هېوادونو اجازت ورکړی دی ځکه د هغې وروسته پاکستان لګيا دی خبرې کوي".

د وي او ای ډيوه د دې پوښتنې چې پاکستان څومره کولی شي چې د يادو هېوادونو ترمنځ په جوړ جاړي کې رول ترسره کړي؟ ښاغلی وزیر يې په ځواب کې وايي،

"اول خو پاکستان ګرځي چې د دغو هېوادونو دريځ مالوم کړي چې دا هېوادونه يې څومره خبره اوري او غوږ ورته ږدي د خبرو اترو وروسته به پاکستان بيا خپل رول لوبوي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، قرېشي به د خپل امریکايي سیال مايک پمپېو او د ملي امنيت مشاور رابرټ اوبرېن ترڅنګ د نوور انتظامي چارواکو سره ويني او د منځني ختيځ په حالاتو به ورسره خبرې کوي.

وزارت په خپل بيان کې دا هم ويلي چې قرېشي به د امریکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې او روغې جوړې د خبرو په لړ کې د پاکستان په کردار هم خبره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG