لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:  د "راه نجات" عملياتو څخه اغېزمن وايي لس کاله وروسته ورسره د ړنګو کورونو مرستې ونه شوې


د جنوبي وزيرستان د دوه سب ډويژنو سره تعلق لرونکي خلک وايي، چې په علاقه کې لس کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم کوم پوځي عمليات شوي او په دغو عملياتو کې د دوی کورونه ړنګ شوي تراوسه ورسره د ورانو کورونو د بيا ودانولو دپاره د حکومت د مرستو ژمنې وفا نه شوې.

د جنوبي وزیرستان د لدهه سب ډويژن د برون علاقې سره تعلق لرونکی احمد وايي، په کال ۲۰۰۹ کې د پوځي عملیاتو له امله کډه شوي او په کال ۲۰۱۶م کې بيرته ستانه شوي وو.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په علاقه کې د دوی د ورانو شوؤ کورنو سروی شوې خو څلور کاله وشو چې د دغې سروی هيڅ درک نشته او دوی ته تراوسه د ورانو کورونو د بيا ودانولو دپاره حکومتي مالي مرستې ترلاسه نه شوې.

د حکومت لخوا په قبايلي ضلعو او د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې چې د پوځي عملیاتو په مهال د عامو خلکو کوم کورونه وران شوي په بشپړ ډول د وران کور دپاره د څلور لاکه روپو او د نيم وران کور دپاره د يو لاک ۶۰ زره روپو ورکولو ويل شوي دي.

د برون سره تعلق لرونکی يو بل تن ظفرالله وايي د دوی درې کاله وشو چې بيرته علاقې ته ستانه شوي خو کورونه يې وران دي او په خېمو کې ژوند کوي چې د سخت يخ له امله يې ژوند تنګ دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی به وکړی شي چې په قرضو يا په خپلو پېسو يو څه کور جوړ کړي خو که کور جوړوي بيا يې په سروی کې نه شاملوي او ورته ویل کيږي چې کور يې جوړ دی.

د علاقې سره تعلق لرونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال شاه فېصل غازي وايي، د سيمې په برنو علاقو کې تراوسه پورې سروی نه ده شوې او د تېرو څو مياشتو راهسې د انتظاميې سره خبرې کوي چې دا سروی وکړي.

هغه وايي انتظاميه ورته سمه خبره نه کوي ځکه دوی مجبوره شوي چې په ۲۷م جنورۍ په ټانک کې په احتجاج کښېني.

د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی قاري عصام الدين وايي اول د علاقې خلک په پوځي عملياتو او ترهګرۍ کې وځپل شو او اوس په مرستو ځورولو کيږي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه تور هم ولګوؤ چې علاقې ته د مرستو دپاره کومې پېسې راشي انتظاميه يې د خپلو ګټو دپاره کاروي خو دوی به نور انتظاميه دې کار کولو ته نه پرېږدي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميه مني چې په علاقه کې د تندلارو پرضد د راه نجات پوځي عملياتو په مهال ۹۰ زره کورونه وران شوي او د ۳۰ زرو نه زیاتو ته حکومتي مرستې ورکړی شوي او د نورو پېسو په ورکولو هم کار روان دی.

انتظاميه وايي په علاقه کې د سروی عمل هم دوام لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG