لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا غوښتي، د افغانستان سره دې نورې قبايلي لارې هم د تورخم په څېر ۲۴ ساعته فعاله کړی شي


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د وزیراعظم نه يې غوښتي چې د افغانستان سره د تجارت دپاره دې د تورخم په څېر د نورو قبايلي ضلعو لارې هم د ۲۴ ساعتو دپاره فعاله کړی شي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سليم جګړا وايي، د وزیراعلی محمود خان په مشرۍ پلاوي په دې وروستيو کې د وزیراعظم عمران خان سره ليدلي او غوښتنه يې ترې کړې چې د افغانستان سره دې د تجارت دپاره د تورخم په څېر د باجوړ، کرمې، شمالي او جنوبي وزیرستان تجارتي لارې هم د ۲۴ ساعتونو دپاره فعاله کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې جګړا وويل، " مونږ هغوی (وزيراعظم) ته د تورخم قيصه بيان کړه چرته چې مونږ اووه کروړه روپۍ لګولې وې، او د تورخم د ۲۴ ساعته فعاله کېدو سره به د ټېکس په مد کې مرکزي حکومت ته د کال په سر څلور نيم اربه روپۍ سېوا مېلاويږي او د اېکسپورټ په مد کې به ۳۲ اربه روپۍ سېوا کيږي".

د نوموړي په وېنا وزیراعظم ويلي چې د دغه کار نه ملک او د قبايلي ضلعو خلکو ته ګټه ده او د ټولو قبايلي ضلعو په لارو پرانستلو به کار کولی شي ناستې به پرې کيږي او وزیراعظم پرې د بېړنۍ غونډې رابللو هم ويلي دي.

د جګړا په وېنا د قبايلي ضلعو د تجارتي لارو د ۲۴ ساعتو پرانستو سره دلته مارکيټونه جوړول او نورې اسانتیاوې هم د حکومت په پام کې دي، او دغه ډول غوښتنه د بلوچستان د چمن سرحدي پولې د ۲۴ ساعته پرانستو دپاره هم شوې ده.

"خرلاچي، غلام خان، انګور اډه، باجوړ او چمن پورې حالانکه چې هغه په دې صوبه کې هم نه ده خو مونږ غواړو چې د افغانستان سره څومره هم تجارت زيات شي د هغې به په تعلقاتو هم مثبتې اغېزې وي، پاکستان او افغان وروڼو ته ترې هم ګټه ده".

هغه وويل د تورخم پوله يې د ۲۴ ساعتو دپاره پرانستې خو ورسره مني چې هلته اوس هم ځينې مسلې شته او حکومت لګيا دی ټولې مسلې هواروي.

د وزيراعظم سره په ياده ليدنه کې په صوبه کې د ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو د پرمختيايي کارونو په اړوند هم جاج اخيستل شوی دی.

جګړا مني چې د روان مالي کال په لمړو شپږو مياشتو کې په قبايلي ضلعو کې ډېر کم مصرفونه شوي دي خو دوی اوس غواړي چې دا مصرفونه ګړندي کړل شي.

"په اولو شپږو مياشتو کې ترقياتي کارونه کم شوي او زمونږ نظام په قلاره دی په درې مياشتو کې مونږ د دې دپاره پلان جوړ کړی او په دې شپږو مياشتو کې د جنورۍ نه تر جون پورې به تاسو زياته ترقي ووینئ او په دوېم کال کې به دا نور سېوا شي".

د خېبرپښتونخوا د حکومت په خپلو شمېرو کې ويل شوي چې په قبايلي ضلعو کې د روان مالياتي کال د نيمايي پورې په پرمختيايي کارونو کې د يو فيصد نه کمه برخه مصرف شوې ده او نزدې ۱۶ محکمو خپلې پرمختيايي چارې پېل کړي هم نه دي.

مخالفه ګوندونه وخت په وخت په قبايلي ضلعو کې د پرمختيايي کارونو نه کېدو او په صوبه کې د ورګډولو په وخت د شوؤ ژمنو نه پوره کولو په سر احتجاجونه هم کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG