لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: په افغانستان کې طالبانو رضامندي ښودلې چې د تشدد لړۍ راکمه کړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، په افغانستان کې د سولې په لړ کې "طالبانو رضامندي څرګنده کړې چې د تشدد لړۍ راکمه کړي او دا د سولې د خبرو دپاره ښه پرمختګ دی".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي چې د امریکا په سفر دی رسنيو ته په لېږلي يو ويډيوي پېغام کې يې ویلي چې "د یوې مودې نه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې وې او پاکستان غوښتل چې سولې پله پرمختګ وي ځکه افغانستان او افغانستان سولې او ثبات ته اړتيا لري".

نوموړی وايي "نن يو ښه پرمختګ مخې ته راغلی دی طالبانو د تشدد د کمولو په غوښتنه رضامندي ښکاره کړې ده او زه ګڼم چې د دې نه د سولې تړون پله قدم مخکې شوی دی".

قرېشي زياته کړې "پاکستان چې کومه زمه واري په سر اخيستې وه هغه يې تر يو حده پوره کړې ده او زمونږ خواهش دی چې دا ټوله سيمه امن پله لاړه شي، ګټه يې افغانستان او پاکستان دواړو ته وي".

خو نوموړي دا نه دي ويلي چې د پاکستان زمه واري څه وه؟، خو پاکستان تل وايي چې د افغانستان د سولې د خبرو او عمل ملاتړ کوي او په دغه لړ کې خپل رول ترسره کولو ته تيار دی او ترسره کوي يې.

د شاه محمود قرېشي د تازه بیان په اړوند د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، افغان حکومت او نه بيا د طالبانو لخوا په سمدستي ډول کوم بيان مخې ته راغلی دی.

خو د پاکستان په ډېلي ټايمز ورځپاڼه کې نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ خپور شوي يو رپوټ کې هم ادعا شوې چې د طالبانو مشر هبت الله اخوند د اوږد اوربند کولو منظوري ورکړې او د طالبانو شورا د امریکا سره د سولې د تړون په لړ کې د اوربند تايد کړی دی.

د امریکا سره د سولې خبري کوونکي د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي پلاوي د تېر کال اکتوبر په مياشت کې د پاکستان سفر کړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG