لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا ته د پنجاب نه غنم وړل بند کړی شوي دي


د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشران وايي چې د پنجاب صوبې نه ورته د څلورو ورځو راهسې غنم ورکول بند کړی شوي او په پنجاب کې د وړو د بيعو سېوا کېدو سره په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰ کيلوګرامه وړو بيه۱۱۷۰ روپو ته رسېدلې ده.

د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشر طارق خان وايي، د څلورو ورځو راهسې هغوي د پنجاب صوبې نه په خپله غنم نه شي اخيستلی شخصي غنم خرڅ پرې بند کړی شوی او اوس د خېبرپښتونخوا حکومت د ټاکلې کوټې لاندې دوی ته غنم ورکوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په ۳۵۸۷ روپۍ حکومتي بيه دوی ته دوه منه غنم ورکول کيږي او هغوی بيا په مارکيټ کې ۲۰ کيلو ګرامه وړه په ۷۸۶ روپۍ خرڅوي.

خو په مردان کې د پنجاب څخه وړه اخيستونکي سوداګر وايي چې د پنجاب صوبې نه خېبرپښتونخوا ته د وړو د وړلو د مخنيوي دپاره په رسمي ډول په سړکونو تلاشيانې اخيستل کيږي او مخه يې نيولی شي. خود پنجاب صوبې حکومت په دغه اړوند کوم بيان نه دی ورکړی.

د وړو يو سوداګر عالمزېب خان وي اوای ډيوه سره په خبرو کې ويلي چې د پنجاب صوبې نه راوړونکو ۲۰ کيلوګرامه فاين وړو بيه ۱۱۷۰ روپو ته رسېدلې ده او سره وړه په ۱۱۲۰ خرڅيږي.

اتحاديه وايي په خېبرپښتونخوا کې د وړو ملونه د پنجاب څخه په تلونکو غنمو روان وي چليږي خو د پنجاب نه په شخصي توګه د غنمو نه تلو له امله په ملونو بدې اغېزې شوي دي.

اېکسپرېس ټریبيون ورځپاڼه وايي، په پنجاب صوبه کې د يو کيلوګرام وړو بيعه شپږ روپۍ سېوا شوې او د ۶۴ نه ۷۰ روپو ته رسېدلې ده او په سيند صوبه کې د وړو بيعه دوه روپۍ د کيلوګرام په سر سېوا شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د صوبايي حکومت لخوا خلکو ته په ارزانه بيه د وړو ترلاسه کېدو انتظام شوی او د ضلعې او تحصيلونو په کچ ۲۰ کيلوګرامه وړه په ۸۰۸ روپۍ ورکولی شي. خو عام خلک وايي د حکومت په بيه د خرڅېدونکو وړو معيار ښه نه دی.

او په عام بازار کې د وړو د ۲۰ کيلوګرامو بيعه د حکومتي بيې نه ۳۷۰ روپۍ سېوا ده.

د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديې مشر طارق خان وايي د پنجاب څخه په دوی د غنمو د بندېز له امله ملونه د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د راپورونو ترمخه په پنجاب صوبه کې سږ کال د غنمو پېداوار کم شوی ځکه په مارکيټ کې غنم کم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG