د مذهبي لږکيو په زوره د مذهب بدلولو څخه د ژغورنې دپاره جوړې پارلیماني کمېټۍ ويلي په سيند صوبه کې په زوره د مذهب د بدلولو تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راځي او ځینې مذهبي سياسي ډلې دې کار ته د خپلې خوښې عمل وايي، چې دا په خپله خوښه کيږي.
د ډان د رپوټ ترمخه د کمېټۍ مشر سېنېټر انوارالحق کاکړ ويلي،"د دې مسلې تر ټولو پېچلې برخه دا ده، چې د شکایت کوونکو په وېنا مذهبي ګوندونه جماعت اسلامي، جمعيت علمااسلام ف، ميامټهو او تبليغي ډله دې عمل ته د خوښې وايي چې دا کار په خوښه کيږي، خو دا هم حقيقت دی چې د مذهب د بدلولو ځينې پېښې په زوره يا په ګواښونو نه کیږي".
د جمعيت علمااسلام ف ګوند يو مشر راشد سومرو وايي،" په دين کې دننه زبردستي نشته څوک په چا په زوره خبره نه شي منلی، خو کومې جينکۍ چې د کوره ووځي ودونه کوي او اسلام قبلوي نو په هغې شور کيږي خو دا دوه خبرې دي يو د اسلام قبلولو او بله د واده کولو".
سومرو وايي، "دا د اسلام خبره نه ده دا د هغو ټولو جينکو خبره ده چې د کوره بې د مور او پلار د خوښې نه تښتي او په عدالت کې په خپله مرضۍ واده کوي، بايد د دې دپاره په ټوله په شريکه حل را وويستل شي".
د جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان هم وايي، "اسلام چاته هم په زوره د مذهب او عقيدې بدلولو اجازت نه ورکوي، جماعت اسلامي په زوره د مذهب بدلولو مخالفه ده خو که څوک په خپله اراده خپل مذهب بدلوي نو د هغې اجازت خو شته".
د رپوټ ترمخه د مذهبي امورو وزير پير نور الحق قادري ويلي په زوره د مذهب بدلولو ځينې رپوټونه ناسم وي، او زیاته کړې يې ده چې د دوه کسانو په جګړه کې ځینې خلک د مذهب د سپکاوي دروغژن تورونه لګوي خو دا مسله شته او بايد دا قابو شي.
په پاکستان کې وخت په وخت په زوره د مذهب د بدلولو خبرونه مخې ته راځي چې زياتره يې د سيند صوبې څخه رپوټ کيږي او بيا د مذهب د سپکاوي تورونه هم رپوټ کيږي.
سېنېټر سجاد طوري ويلي په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې غېر مسلمانان نه ځورول کيږي.