لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په ډزو کې دوه ځايي مشران وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د نامالومو کسانو په ډزو کې دوه قبايلي مشران وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې پخلی کړی چې دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته رامنځته شوې او د دته خېل تحصيل په محمد خېلو علاقه کې نامالومو کسانو ملک زکاالله او ملک ولي خان نومې مشران په هدف کړي دي.

انتظاميې ویلي دا هدفي وژنه ده او برید کوونکي د ډزو وروسته د موقعې څخه په تېښه کې بريالي شوي دي.

هم دوه ورځې وړاندې په دته خېلو کې په یوه بله پېښه کې د يو قبايلي مشر په ګاډي چاؤدنه شوې او پکې وژل شوی ؤ.

په وزيرستان کې که څه حکومتي او امنيتي سرتيري ادعاوې کوي چې په بشپړ ډول امنيت په ځای کړی شوی خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي په امنيتي سرتيرو بريدونه، چاؤدنې او د ځايي مشرانو هدفي وژنې پکې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG