لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه په ويستلو کې د امریکا نه مرسته غوښتې


پاکستان د امریکې نه غوښتي چې د ترهګرو د مالي سرچینو او غېر قانونه پېسو د لېږلو د مخنیوي نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د خړ نوملړ څخه ویستلو په لړ کې دې امریکا د پاکستان دپاره رول ترسره کړي.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي له قوله ويلي هغه د امریکايي چارواکو سره په دغه اړوند خبرې کړي چې د اېف ای ټی اېف د خړ نوملړڅخه په ویستو کې دې خپل رول ترسره کړي.

اېف ای ټي اېف د تېر کال اکتوبر په مياشت کې په پېرس کې غونډه کړې او په خپل رپوټ کې يې ويلي ؤ،

" اېف ای ټي اېف د پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۰م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان په ګړندۍ توګه مکمل کړي." ادارې ويلي ؤ، "که نه ، د راتلونکي غونډې پورې په دغه پلان باندې د پام وړ او دوامداره پرمختګ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي."

د دې ترڅنګ اېف ای ټي اېف په اسلام اباد غږ کړی ؤ چې د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غېر قانونه پیسو د لېږدولو د مخنیوي لپاره دې نور ګامونه هم پورته کړي.

قرېشي ویلي پاکستان هيله لري چې امریکا به راتلونکې میاشت په فرورۍ کې په بيجنګ کې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې د پاکستان ملاتړ وکړي.

د قرېشي په وېنا د پاکستان دپاره د بيجنګ غونډه مهمه ده ځکه چې د اپرېل په مياشت کې په پېرس کې په ټاکل شوې غونډه کې به د پاکستان د راتلونکې فېصله کیږي چې د اېف ای ټي اېف په نوملړ کې پاتې شي يا به ترې لرې کړی شي.

د رپوټ ترمخه که پاکستان د اپرېل په مياشت کې د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه لرې نه کړی شو بيا به تور نوملړ ته واچول شي.

د سويلي اسيا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېل ويلز تېر کال د نومبر په مياشت کې ويلي ؤ د اېف ای ټي اېف د خړنوملړ څخه وتلو په لړ کې امریکا د پاکستان تکنيکي مرسته کولی شي او د اېف ای ټي اېف غوښتنې پوره کول د پاکستان په ادارو انحصار لري.

پاکستان ويلي هڅه کوي چې د اېف ای ټي اېف اهداف په وخت ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG