لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په ۲۰۱۹م کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره ترټولو غټ خطر "نامعلوم افراد" ؤ


په پاکستان کې د ورځپاڼو د مديرانو کونسل (سي پي اېن اي) په خپل رپوټ کې ويلي، په پاکستان کې په کال ۲۰۱۹م کې مطبوعات د سختو خطرو سره مخ پاتې شوي، اووه ژورنالسټان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي دي.

سي پي اېن اي په خپل کلنيز رپوټ کې ويلي په څرګنده "نامالومه کسان (نامعلوم افراد) "د مطبوعاتو په وړاندې تر ټولو غټه خطره وه.

د رپوټ ترمخه د ترهګرۍ د مادو لاندې په ۳۵ مقدمو کې د ۶۰ نه زيات ژورنالسټان نومول شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي تېر کال په پاکستان کې مطبوعات د سختو بندېزونو، سختيو، قتل او سنسرشپ په رنګ مسلو سره مخ پاتې شوي دي.

د پاکستاني مطبوعاتو د تېر کال په اړوند د نړيوال مطبوعاتو د ازادۍ د نوملړ حواله په رپوټ کې ورکړی شوې او ويل شوي چې د ناوړه چلند په ۱۸۰ هېوادونو کې د پاکستان نمبر ۱۴۲ ؤ.

په رپوټ کې مطبوعاتو ته د نامالومه کسانو لخوا د خطرې ترڅنګ زياته کړ ی شوې چې د سياسي ګوندونو، مذهبي ډلو او رياستي چارواکو لخوا هم په ژورنالسټانو بریدونه شوي دي.

د سي پي اېن اي په رپوټ کې د پاکستان د ائین حواله ورکړی شوې او ويل شوي چې د ائين د ۱۹ شق او بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې د اظهار رايې او ميډيا د ازادۍ يقيني جوړولو ويل شوي خو په کال ۲۰۱۹م کې په پاکستان کې حالات د دې پرضد پاتې شوي دي.

په ياد رپوټ کې د ټیلي ويژن چېنلو د څار ادارې پېمرا لخوا ټيلي ويژن چېنلو ته د نوټسو لېږلو او جرمانو يادګېرنه هم شوې ده.

په رپوټ کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت هم نيوکه شوې چې مرکزي حکومت د ميډيا په خپلو لاسو کې ساتلو دپاره د ځانګړي ټربيونل جوړولو اعلان کړی ؤ خو د سي پي اېن اي او نورو همکارانو د سخت مخالفت وروسته دغه اعلان بيا بیرته واخستل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG