لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باچاخان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي پلار: څوک مو هم تپوس نه کوي


د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې څلور کاله وړاندې په ترهګر بريد کې د وژل شوي يو زده کوونکي پلار وايي، په پوهنتون کې د دوی د غريبو خلکو بچي وژل شوي وو ځکه يې څوک هم تپوس نه کوي.

د سوات د مټې سیمې سره تعلق لرونکی بدر زمان وايي څلور کاله وشو چې بچي يې په باچا خان کې وژل شوي ؤ خو هډو يې څوک تپوس نه کوي ځکه چې د هغه په وېنا د دوی بچي د زورورو خلکو بچي نه ؤ.

"په دې پوهنتون کې زمونږ د غريبانو خلکو بچو سبق ويلو خو د پېښې د ورځې وروسته د دوی بيا چا هم تپوس نه دی کړی، په اولو ورځو کې ورته د حکومت لخوا يو څه مالي مرستې مېلاؤ شوې خو بيا يې چا هم تپوس نه دی کړی".

په باچا خان پوهنتون د کال ۲۰۱۶م په ۲۰م جنورۍ ترهګر برید شوی چې پکې د پوهنتون د وياند عبدالحکيم مومند په وېنا ۱۸ زده کونکي او د انتظاميې غړي وژل شوي وو او تر ۲۰ زيات ټپيان شوي وو.

د دغه برید زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

د پوهنتون د انتظاميې په وېنا په دغه پېښه کې د وژل شوو په ياد کې نن هم غونډې راجوړې شوي او د دعا دستوره شوې ده.

د باچا خان پوهنتون د استازانو د اتحاديې سېکتر ډاکټر شکيل وايي په پوهنتون کې په راجوړو شوؤ دستورو کې د وژل شوؤ زده کوونکو د کورنيو غړو د پوهنتون انتظاميې او زده کوونکو ګډون وکړو.

نوموړی وايي په دې ګيله کوي چې يو حکومتي چارواکی ورله پوهنتون ته ورنغلو.

هغه زیاته کړه د بريد وروسته د پوهنتون د ساتنې په عمل کې هم ښکاره بدلون نه دی راغلی او يادې پېښې پوهنتون ته د نوؤ داخلو اخيستونکو په ورتګ هم بدې اغېزې کړي دي.

عبدالحکيم وايي نن د پوهنتون مشر (وايس چانسلر) ‌اعلان وکړو چې د ۲۰م جنورۍ ۲۰۱۶م په ترهګر بريد کې د وژل شوؤ زده کوونکو کورنيو ته به د وژل شوؤ په نوم اعزازي ډګريانې ورکوي او د دوی د کورنۍ زده کوونکو ته به په پوهنتون کې ويړيا زده کړې ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG