لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو کې تنورچيانو د وړو د ګرانۍ له امله کاربنديز کړی، تنورنه يې تړلي


په خېبرپښتونخوا کې د تنورچيانو د اتحاديې مشر وايي، په بازار کې ورته وړه په ګرانه بيعه ترلاسه کيږي او حکومت ورسره د ډوډۍ ګرانېدل نه مني، ځکه دوی احتجاجا تنورنه وتړل او د غوښتنو منلو پورې به يې کاربنديز کړی دی.

په پېښور کې د تنورچيانو د اتحاديې مشر حاجي امين وايي د دوی د ډو‌ډۍ د تول (وزن) او نرخ په اړوند د پېښور د کمشنر سره خبرې شوي خو هغه يې غوښتنې ونه منلې ځکه دوی په کاربنديز لاس پورې کړو.

"زمونږ دوه غوښتنې وې یوه دا چې د ۱۱۵ګرامو د ډوډۍ بیعه دې لس روپۍ او بله دا چې د ۱۵۰ ګرامو د ډوډۍ بیعه دې ۱۵ روپۍ وټاکل شي او حکومت دې په ليکلې بڼه سرکاري امر جاري کړي".

نوموړی وايي حکومت ورسره د لسو روپو د امر جاري کولو ته تیار ؤ خو د ۱۵روپو د ډوډۍ امر جاري کولو نه انکاري دی.

هغه وويل په پېښور، کوهاټ، هزاره او نورو سيمو کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ تنورنه تړل شوي او دعوه کوي په پاتې نورو سيمو کې به سبا پوخ کاربنديز وي ټول تنورنه به به تړلي وي.

د تنورچيانو د کاربنديز له امله عام خلک اغیزمن شوي او د پېښور یو دوکاندار خالد خان چې په ګاونډ کې ورسره تنور دی، وایي نور کله به يې د تنور نه ډوډۍ اخيسته، نن يې پخکړی (اېنګولی) تيار کړی خو د ډوډۍ درک يې نشته.

وي او ای ډیوه د تنورچيانو د کاربنديز په اړوند د چارواکو سره بيا بيا د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

تنورچيانو دا کاربنديز په داسې حال کې کړی چې په صوبه کې د وړو د ملونو اتحاديې درې ورځې وړاندې ويلي ؤ د پنجاب صوبې نه ورته وړه او غنم بند کړی شوي ځکه په صوبه کې د ۲۰ کيلوګرامه وړو بيعه د ۸۰۰ روپو نه د ۱۱۷۰ روپو پورې سېوا کړی شوې ده.

خو دوه ورځې وړاندې بيا د صوبې د اطلاعاتو صوبایي وزیر شوکت یوسفزي خبري غونډې ته ویلي ؤ په ملک کې نه د وړو کوم بحران شته او نه به پېدا شي. په دغه مهال نوموړي ویلي ؤ حکومت درې ګامونه پورته کړي دي.

"یو دا چې افغانستان ته په وړو لیږلو بندیز لګول شوی دی، دویم دا چې وفاقي ادارې پاسکو به صوبې ته کوم څلور لکه ټنه غنم ورکول هغه پنځه لکه ټنه کړی شوي دي، او دریم دا چې د پنجاب او پښتونخوا د چارواکیو تر مینځه یو د رابطې کمیټي جوړه کړی شوې او د پنجاب نه دلته په وړو راوړلو کوم بندیز لګول شوی وو هغه اوچت کړی شوی دی".

خو د وړو کاروباریان اوس هم وایي بیعې د لاندې راتلو په ځایې په بره روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG