لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اکسفېم: د پاکستان د نېشنل بېنک مشر په کال کې دومره ګټي چې عام مزدور به یې 638 کاله کې ګټي


واشنګټن ــــ په نړۍ کې د غریبۍ د ختمولو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره اکسفېم پخپل تازه رپوټ کې وایي، په نړۍ کې د غیرمنصفانه نظام له کبله د جنس په بنیاد د کار او دولت په وېش کې فرق زیات شوی او په پاکستان کې هم ښځې په جنسي بنیاد له اقتصادي ګټو او په نوکریو کې له برابرې ونډې بې برخې دي.

په برتانیا کې موجود اکسفیم ټولنې پخپل تازه کالني رپوټ ټایم ټو کېر [د پاملرنې وخت] کې ویلي، د نړۍ اوسنی اقتصادي نظام یواځې څو شتمن خلک په پښو دروي خو وايي په اربونو ښځې او نجونې په کورونو کې بې پیسو د نورو خدمت کوي:

"په نړۍ کې له پیسو پرته، له 15 کلنۍ او تر دې د زیات عمر لرونکو ښځو د پالنې کار د یو کال په اندازه 10.8 ټریلین [کرب] ډالره ارزښت لري چې دا د نړۍ د ټیکنالوجۍ تر صنعت درې چنده زیات دی".

د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکې شمع له اوږدې مودې په پاکستان کې له نړیوالو او ځایي ادارو سره کار کوي. شمع وایي په ملکي‌ ادارو کې ښځو ته د سړیو په نسبت د ترقۍ او اقتصادي خپلواکۍ کمې موقعې په لاس ورځي:

"که ښځې ډېرې اعلی تعلیمیافته هم وي او هغوی ځینو لوړو پوسټونو ته اپلای وکړي نو دوی ته نه ورکول کېږي او داسې خلکو [نارینه وو] ته ورکړل شي چې په هغو شرایطو برابر هم نه وي، ښځې تل پر ټیټو (جونېر) پوسټونو ساتل کېږي او د نوکریو په ترقۍ کې هم ښځې تر شا پاتې شي".

د اکسفېم پاکستان څانګې د رپوټ په اړه ویلي، د پاکستان د نېشنل بېنک مشر چې کومې پیسې په یوه کال کې ګټي، د دې هېواد یو عام کارکوونکي ته د هغومره پیسو ګټلو لپاره 638 کلونه پکار دي.

اکسفېم پخپل رپوټ کې ویلي، د نړۍ یو فیصد خلکو چې ټول 2153 تنه شتمن کسان دي په 2019م کال کې تر هغه دوه چنده زیاته شتمني لرلې ده،‌ کومه شتمني چې د ټولې نړۍ 6.9 اربه خلک لري.

رپوټ وایي په نړیواله کچه ښځې هره ورځ له دوولسو تر څورلسو ګنټو پورې له پیسو او معاوضې پرته کار کوي. وایي په ټوله نړۍ کې په 2019م کال کې یواځې 18 فیصده ښځې د وزارتونو او 24 فیصده د پارلمان برخه وې.

د پاکستان آیین په هېواد کې دننه سړیو او ښځو ته د بنیادي‌ حقونو او کار کولو سره د اقتصادي خپلواکۍ برابرې موقعې ورکوي، خو په شخصي ادارو کې د سړیو په نسبت ښځو ته د کار کولو ډېرې لږ موقعې په لاس ورځي، تنخاوې کمې ورکول کېږي او کار ډېر ځنې اخیستل کېږي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي ښځې چې اقتصادي‌ خپلواکي ونه لري نو هغوی په فیصلو کې هم برخه نه شي اخیستلای او د اقتصادي کمزورۍ له کبله هغوی په سیاسي او ټولنیزو هلو ځلو کې هم برخه نه شي‌ اخیستلای، چې وایي د دوی پر ژوند منفي اغېز کوي.‌ د اقتصاد ماهر پروفیسر معراج الحق وایي:

"ښځو ته د کار او مزدورۍ په بازار کې د ګټې کولو هغه موقع نه شته چې پکار ده، نو کله چې یو ښځه په اقتصادي لحاظ نورو ته مجبوره وي نو بیا هغه خپله مالي، سیاسي او ټولنیزه فیصله نه شي کولای".

اکسفېم د نړۍ پر هېوادونو ږغ کړی چې د جنس په بنیاد د نابرابر اقتصادي نظام د ختمولو لپاره کار وکړي او په کورونو کې د ښځو د پالنې او د ماشومانو د ساتنې کار هم د نورو کارونو غوندې وګڼل شي او هغوی ته یې معاوضه ورکړل شي چې په اقتصادي‌ لحاظ واکمنې او د نارینه وو برابرې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG