لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکيل افريدي د قضيې اورېدنه تر ۲۷م فرورۍ ځنډول شوې


د تندروه ډلې لشکر اسلام د ملاتړ په تور مقدمه کې بندیوان ډاکټر شکيل افريدي په قضيه کې بله نېټه ورکړی شوې او وکيل يې وايي د پېښور هايکورټ نه تمه لري چې زر به دغه قضيه فېصله کړي.

ډاکټر شکیل ته په دغه قضيه کې د قبایلي سیمو د پخواني ځانګړي قانون اېف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا اورول شوې، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شوی ؤ.

د ډاکټر شکيل وکیل قمر نديم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په قضيه کې په ۱۷م جنورۍ اورېدنه وه خو د وکيلانو د کاربنديز له امله څوک هم عدالتونو ته نه ؤ وړاندې شوي او دوی ته بيا پرون مالومه شوې چې د قضيې د بلې اورېدنې دپاره د فرورۍ ۲۷م نېټه ورکړی شوې ده.

هغه وويل په ياده قضيه کې دوی پخواني فاټا ټربيونل ته د بيا کتنې خواست کړی او د ۲۰۱۴م کال نه تر ۲۰۱۹م پورې قضيه په دغه عدالت کې روانه وه خو هلته په دې کې هيڅ پرمختګ نه ؤ شوی.

هغه زیاته کړه د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو وروسته د سيمې ټول کېسونه پېښور هايکورټ ته منتقل شو او د ډاکټر شکيل قضيه هم په هغې کې راغله او هلته اووه، اته اورېدنې وشوې.

قمر نديم وايي په اوله کې دلته هم د سرکار لخوا بهانې جوړول کېدې ريکارډ نه راوړل کېدو خو عدالت اوس په سرکار زور راوړی دی چې دا قضيه مخ په وړاندې لاړه شي.

نوموړی وکیل خوشبينه دی چې هايکورټ به زر دغه قضيه فېصله کړي او ډاکټر شکیل به بري شي.

ډاکټر شکيل افريدی د پاکستان د خېبرپښتونخوا په اېبټ ښار کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) سره په مرستو تورن دی.

هغه دا وخت د پنجاب صوبې د ساهېوال ضلعې په زندان کې دی او قمرنديم اېډوکېټ وايي د شکيل افريدي سره يې ليدنې له د کورنۍ غړي ورځي او ليده کاته يې ورسره کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG