لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين وايي د سي پېک پروژه شفافه ده، د امریکا نيوکو ته غبرګون


چين د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په اړوند امریکايي نيوکو ته په غبرګون کې ويلي، د سي پېک پروژه رڼه (شفافه) ده. امریکا تور لګولی په دې پروژه کې د چین د پانګونو سره به په پاکستان د قرضونو بوج نور سېوا شي.

د سويلي او منځنۍ اسيا دپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلس وېلز د نهې، سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پوهانو او مدني ټولنې د غړو سره په ليدنه کې ويلي ؤ، په سي پېک پروژه کې د هغو شرکتونو (کمپنيانو) سره تړونونه يا معاهدې شوي کومې چې د نړيوال بېنک په تور نوملړ کې شاملې دي.

وېلز په پاکستان د قرضونو په اړوند ويلي د چين پېسې د پاکستان مرسته نه کوي، پاکستان په پروژه کې ګرانې قرضې اخيستي دي. هغې د کراچۍ او پېښور ترمنځ د اورګاډي، رېل د پټړۍ د پروژې اېم اېل ون په اړوند هم ويلي حکومت بايد په دې غټه پروژه کې روڼتيا وکړي.

په اسلام اباد کې د چين سفارتخانې د امريکايي استازې نيوکو ته په غبرګون کې ويلي، دغه پروژه خلاصه، رڼه او د نړیوال قانون ترمخه ده.

سفارتخانې ویلي "د پاکستان د احتساب د ادارو سره په تماس کې يُو او هغوی په دې باوري دي چې د سي پېک پروژه پاکه ده".

د چين سفارتخانې دا هم ويلي چې "امریکا د پاکستان په اړوند د پور (قرضونو) خبرې جوړوي، خو د دوی حساب او ارادې سمې نه دي. او چين کله هم يو هېواد قرضو ته نه دی مجبور کړی او د پاکستان نه به بې جوازه غوښتنې هم نه کوي".

د چين سفارتخانې دا تور هم لګولی چې "امريکا د سي پېک په اړوند منفي پروپېګنډا کوي او امریکا غواړي چې د بيجنګ او اسلام اباد اړيکې زيانمنې کړي".

دا لمړی ځل نه دی چې اېلس وېلز په سي پېک پروژه ټکونه کړي دي، اغلې د تېر کال نومبر په مياشت کې هم د امریکا په څيړنيزه اداره وډ رو وېلسن کې په يوه غونډه کې ويلي ؤ، سي پېک به د پاکستان اقتصاد نور هم خراب کړي ګټې به ترې بيجنګ پورته کړي.

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی هغه وخت د سی پیک په منصوبه د امریکې اندېښنې رد کړي او ویلي یې ؤ چې سي پېک د لوبې اړولو او د پاکستان د اقتصادي ترقۍ یوه منصوبه ده، او که امریکا غواړي، نو د سي پېک لاندې د ځانګړي اقتصادي زون په جوړښت کې شامېلېدی شي.

د امریکايي استازې د سي پېک پروژې په اړوند اندېښنو ته هغه وخت په اسلام اباد کې د چين سفير هم غبرګون څرګند کړی او ویلي يې ؤ چين چاته په سياسي بنيادونو قرضې نه ورکوي او زياته کړې يې وه د سي پېک په منصوبو کې ٧٥٠٠٠ پاکستانیان دا وخت کار کوي او د کال ٢٠٣٠ پورې به دوه اشاریه درې مېلین پاکستانیان په سي پېک کې زورګارونه ترلاسه کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG