لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسيد د وژنې مقدمه دې په درېو میاشتو کې سر ته ورسول شي، هايکورټ


د پاکستان د سيند صوبې ايالتي محکمې (هايکورټ) د نقیب مسيد د وژنې مقدمه اورېدونکي عدالت ته امر کړی چې دغه مقدمه دې په درېو مياشتو کې سر ته ورسوي.

د نقیب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور وايي نن د جمعې په ورځ د سيند هايکورټ د هغو پينځه کسانو د ضمانت خواست رد کړو چې نقيب او د هغه ملګري يې اغوا کړي، هغه يې بل ځای ته منتقل کړي او بيا يې راؤ انوار ته سپارلي وو.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وکيل وويل دغو کسانو چې پوليس پکې شامل دي او د ترهګرۍ د قضيو اورېدنو درېم نمبر عدالت د دوی د ضمانت خواست کړی نن هايکورټ هم د دوی خواست رد کړو.

هايکورټ " د قضيې اورېدونکي عدالت (ټرايل کورټ اېنټي ټېررزم کورټ نمبر تهري) ته امر کړی چې په درېو مياشتو کې دا ټوله اورېدنه پوره کړي او فېصله واوروي".

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد د کال ۲۰۱۸م په ۱۳م جنورۍ په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

د هاغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پولیس مشر راؤ انوار په مشرۍ دا مقابله شوې او د پوليس خپلې پلټونکې ډلې دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

د راؤ انوار او هغه سره شاملې پوليس ډلې پرضد د نقيب مسيد پلار مقدمه درج کړې، او وروسته بيا راؤ انوار او د هغه سره نور کسان نيول شوي وو.

په راؤ انوار او هغه سره ۲۵ کسانو باندې د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده،خو په دغو مقدمو کې راؤ انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې ۱۳ کسان بنديوان دي او اووه مفروران دي.

د نقيب مسید د پلار د مړينې وروسته د هغه د وکيلانو په وېنا د نقیب ورور اوس دغه مقدمه چلوي، خو وکيلان تور لګوي په مقدمه کې د راؤ انوار پرضد ګواهانو ته ګواښونه کيږي.

امريکې تېر کال په جعلي مقابلو کې د خلکو په وژنه تورن راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې شامل کړی دی.

امريکا ويلي "راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په ۱۹۰ پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ کسان وژلي دي".

د امریکې د خزانې وزات ويلي ؤ "راؤ انوار په مبيینه توګه د پوليسو د جرايم پېشه او غلو د ډلې مشري کوله چا چې به د خلکو نه قلنګ اخيستو، ځمکې به يې نيولي، په نشه يي توکيو او وژنو کې به ککړ وو". ځکه راؤ انوار "د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچول شوی دی".

خو راؤ انوار د امريکې تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ د امریکا پرضد به په واشنګټن کې مقدمه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG