لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب سره تعلق لرونکي دوه کسان په شانګله کې د بټ کواين کرنسۍ په جوړولو نيول شوي


د خېبرپښتونخوا د لرې پرتې ضلعې شانګلې پوليس وايي د ضلعې په يوه غرئيزه علاقه کې يې عمليات کړي او د پنجاب صوبې سرتعلق لرونکي دوه کسان يې نيولي او د بټ کواين په نامه د انټرنېټي کرنسۍ جوړولو غټه مشينري يې ترې په ولقه کې اخيستې ده.

د شانګلې ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) ملک اعجاز د عملياتو پخلی کړی او وايي د ضلعې په برکاڼه علاقه کې يې دغه عمليات ترسره کړي، د پنجاب صوبې د اوکاړې سيمې تعلق لرونکي دوه کسان چې غلام احمد او ساجدصديقي ډوګر په نامه يې پېژندګلو شوې ده، دوی د بټ کواين انټرنيټي کرنسي جوړوله او په موقع يې ګېر کړي دي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې اعجاز وويل، چې دې کسانو " د شانګلې د شاه پور د خوړ په غاړه په غېر قانونه توګه د سافټ وېئر درنه مشينري په ځای کړې وه او دغلته به يې بټ کواين جوړول او د دغه بټ کواين د خرڅ کاروبار به يې بيا د پنجاب څخه کولو".

هغه زياته کړه دواړه کسان يې نيولي مشينري يې په ولقه کې اخيستې او په نيول شوؤ کسانو يې د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) سره مقدمه هم درج کړې ده.

د پوليس افسر په وېنا په کوم ځای کې چې دا مشينري په ځای کړی شوې دا لرې پرته غريئزه علاقه ده ځکه په سمدستي ډول دغه درنه مشينري اوچتول ممکن دي خو پوليس يې پرې د ساتنې دپاره په ډيوټۍ کړي او چې په علاقه کې واوره کمه شي بيا به دغه مشنري اوچتولی شي.

بټ کواين کرنسي څه ده؟

د بټ کواين کرنسۍ د کارپوهانو په وېنا بټ کواين په جديد انټرنېټي دور کې د کرنسۍ يو هغه نوی ايجاد شوی شکل دی چې وجود يې نشته خو دغه کرنسي د انټرنېټ د لارې انتقالېدی شي او د هر هغه کار دپاره استعمالېدی شي کوم ضرورتونه چې د قامي خزانې څخه چاپ شوي روايتي نوټونه يا روپۍ ترسره کوي.

په شانګله کې د بټ کواين مشينرۍ په ځای کولو علت

کار پوهان وايي د بټ کواين په نامه ناچاپه کرنسۍ دپاره د شانګلې په څېر يخې سيمې ځکه خوښول کيږي چې د بټ کواين جوړؤنکي مشينان يخ ځای ته اړتيا لري.

عماد خان اورکزی وايي، د بټ کواين جوړولو د عمل دپاره ډېره درنه مشينري يا کمپيوټري نظام پکار وي او دا مشينري يخ موسم يا ځای غواړي چرته چې د تودخې کچه ډېره کمه وي ځکه دا مشينري د شانګلې په يخه علاقه کې په ځای کړی شوې وه.

له دې وړاندې يو ځل دغه ډول مشينرياني په چترال او سوات کې هم نيول شوی دي.

اورکزی وايي انټرنيټي کرنسۍ ته کرپټو کرنسي ويل کيږي چې په نړۍ کې يې پينځه زره نمونې معرفي شوي دي خو په دغو کې تر ټولو غوره يا ګرانه کرنسي بټ کواين ده چې دا وخت په مارکيټ کې يو بټ کواين تر اته زرو امریکايي ډالرو خرڅيږي او دا په اربونو ډالرو اخيستل شوې کرنسي ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG