لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين: د کرونا وايرس له امله ۵۶ تنه مړه شوي، په چين کې د ۲۸ زرو نه زيات پاکستانيان دي


په چين کې د کرونا نومې وايرس له امله د مړو شمېره ۵۶ ته رسېدلې ده، د راپورونو ترمخه په چين کې د ۲۸ زره پورې پاکستانيان زده کوونکي دي او کرونا وايرس چې مرکز يې وهان ښار ګڼل کيږي يواځې هلته ۵۰۰ پاکستاني زده کوونکي مېشت دي.

ډان ورځپاڼې په بيجنګ کې د پاکستان سفارتخانې له قوله ویلي په دغه هېواد کې د ۲۸زره پورې پاکستاني زده کوونکي، اته زره اوسېدونکی کاروباريان او د ۱۵۰۰ پورې پاکستاني تجاران چین ته سفر کوي.

په خبر کې د سفارتخانې له امله ویل شوي چې په وهان کې نزدې ۵۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي. ويل شوي دا هغه شمېرې دي چې د سفارتخانې سره رجسټرډ دي په دوی کې ډېری داسې زده کوونکي او تجاران وي چې هغوي په خپله چين ته ځي رجسټرېشن نه کوي.

د چين په وهان کې د پاکستان سفارتخان خپلو پاکستانيانو وګړو او زده کوونکو ته لارښوونه کړې چې د چين د صحت د چارواکو د کرونا وايرس د خورېدو څخه د مخنيوي په لړ کې د هغوی په هڅو عمل وکړي د کرونا وایرس د مخنيوي په اړوند ځان پوهه کړي احتياط وکړي او بې د څه وجې د ښاره نه ووځي.

پاکستاني مطبوعاتو داسې خبر خپور کړی چې د چین څخه د کرونا وايرس په رنځ ښکار يو تن پاکستان ته راغلی خو د پاکستان د صحت وزیر مملکت ظفر مرزا ويلي، په پاکستان دې مطبوعات د کرونا وايرس په اړوند سم رپوټنګ وکړي.

خو ډان ويلي د پنجاب د ملتان ښار په نشتر روغتون کې د کرونا وايرس دوه مشکوک کسان داخل کړی شوي چې دواړه د چين وګړي دي.

د نشتر روغتون چارواکو ويلي په روغتون کې د رحمت الله په نوم بل تن داخل کړی شوی څوک چې په ۲۴م جنورۍ د چين د وهان ښار نه بيرته راغلی دي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې په هوايي اډو يې د چين سره د تګ راتګ کوونکو څار او طبي معاينه پېل کړی چې د کرونا وايرس مخه اونیسي.

د رپورټونو تر مخه په پېښور ښار کې د باچاخان هواي ډګر نه پرته د کراچۍ ، لاهور او اسلام اباد په هواي اډو د سکرینیینګ عمل ترسره کولی شي.

د چين نه پاکستان ته په يوه اوونۍ کې د مسافرو د ۴۰ نه زياتې الوتکې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په هوايي اډو کوزيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG