لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت د اختلافاتو په سر خپل درې وزیران لرې کړه


د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت خپل درې وزیران لرې کړه او د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی وايي دا وزيران د حکومت په مخالفت کولو د څوکو څخه لرې کړی شو.

د خېبرپښتونخوا حکومت د درې وزيرانو عاطف خان، شهرام ترکۍ او شکيل احمد د وزارتونو څخه لرې کولو حکمنامه هم نن د اتوار، یکشنبې په ورځ جاري کړه.

د حکمنامې ترمخه عاطف خان د لوبو، کلتور او سېلګرۍ، شهرام ترکۍ د صحت او شکيل احمد د ماليو وزارتونه لرل.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی وايي دغو وزیرانو د وزيراعلی محمود خان د حکومت مخالفت کولو ځکه د څوکيو څخه لرې کړی شو.

يوسفزي د پاکستان جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، دې وزيرانو ويل شوي چې خپل شکايتونه د حکومت په وړاندې کيږدي خو داسې ونه کړل او په شا په مخالفت پسې لګېدلي وو.

هغه زياته کړه وزیراعظم عمران هم په دې مخالفت خبر کړی شوی ؤ.

د تېرو څو ورځو راهسې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په حکومت کې د اختلافاتو اوازې روانې وې او ويل کېده چې د تحريک د انصاف د حکومت دغه دوه بااثره وزيران عاطف خان او شهرام د محمود خان په واکمنۍ اختلاف لري.

داسې اوازې هم وې چې عاطف خان د حکومت د جوړېدو د وخت راهسې د وزیراعلی د څوکۍ په تمه ؤ او ويل کیږي دغه اختلاف بيا ترې حده ؤ چې هغه محمود خان د وزیراعلی په توګه نه قبلولو.

څو ورځې وړاندې شوکت يوسفزي هم دا خبره ښکاره کړې وه چې نه يواځې عاطف خان بلکې هغه يوسفزي په خپله هم د وزیراعلی د جوړېدو دپاره هڅې کولې خو بيا د سوات سره تعلق لرونکی محمود خان وزیراعلی جوړ کړی شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG