لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين نيول شوی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د پېښور پوليس نيولی دی. د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن د دې خبر پخلی کړی دی.

محسن داوړ د منظور پشتين د نیولو په اړوند ټيویټ کړی او ويلي يې دي منظور پشتين تېره شپه د پېښور په تهکال کې نیول شوی دی.

هغه ویلي دا دوی ته په پرامنه ډول د خپلو جمهوري حقونو غوښتنو سزا ورکول کيږي.

محسن داوړ د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.

د منظور پشتين د نيولو په اړوند د پېښور تهکال پولیس وايي "هغه يې تېره شپه لس منټه کم په يوه بجه نیولی دی".

د تهکال پولیس تاڼې اډيشنل محرر نبي ګل وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې "منظور پشتين په ډېره اسماعيل خان کې په يوه مقدمه کې مطلوب ؤ، عدالت ته يې وړاندې کوي بيا د عدالت خوښه ده چې جېل ته يې ليږی او که پرېږدي يې".

د دولتي چارواکو لخوا په سمدستي ډول څه نه دي ویل شوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په داسې حال کې نيول شوی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د پي ټي اېم سره د مذاکراتو کولو خبره کړې وه.

خټک ويلي ؤ د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي خلک د ملک سره مينه لري ځکه د تحریک انصاف حکومت د پي ټي اېم جايز غوښتنې مني او زیاته کړې يې وه وزیراعظم عمران خان غواړي چې ټولې مسلې د مذاکراتو د لارې هوارې شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG