د پېښور پولیس وايي د منظور پشتين پرضد په ډېره اسماعيل خان کې مقدمه درج شوې وه چې هغه د رياست پرضد وېنا کړې وه، ځکه نيول شوی دی.
د پېښور تهکال پولیس وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د منظور پشتين د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې د نيولو پخلی کړی چې پشتين د ډېره اسماعيل خان پوليس ته مطلوب ؤ.
په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د روانې مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي اوای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.
په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".
په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پشتين) د پاکستان د ریاست پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".
په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده. قانون پوهان وايي دغه مادې د رياست پرضد د وېنا کوؤنکو خلاف لګول کيږي.
د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير چې په دغه دستوره کې موجود ؤ، وايي، دوی ائين مني د ائین مخالفت نه کوي خو وايي "چې که په ائين کې د بشري حقونو په اړوند کومې نيمګړتياوې دي هغه دې لرې کړی شي".
وزیر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د ۱۹۷۳ د ائين په اړوند ځينې قومونه تحفظات لري او دوی هم غواړي چې د بنيادي بشري حقونوپه اړوند دې په ائین کې بدلون وشي، ټولو قومونو ته دې د برابرۍ په بنياد او د دوی د انساني حقونو احترام دې وشي".
هغه زیاته کړه "دوی کله هم د ائين څخه انکار نه کړی دی، ټولو قومونو ته دې تحفظ ورکړی شي".