لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې نوي استازان ګمارل کيږي


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په قبايلي ضلعو کې ۴۶۰۲ نوې نوکرۍ ورکوي چې زياتره به پکې د سکولونو استازان ګمارل کيږي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم د محکمې ډايريکټر حافظ محمد ابراهيم وايي، د قبايلي ضلعو دپاره يې د ۴۲۰۶ نوې نوکريانې ورکوي چې زیاتره پکې د استازانو ګمارولو (بهرتي) منظوري ورکړی شوې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ابراهيم وویل، دا استازان به په هغو ۸۰۰ سکولونو کې ګمارل کيږي د کومو ودانۍ جوړې شوي دي.

هغه زياته کړه په يادو ۸۰۰ سکولونو کې ځينې داسې هم دي چې په کال ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کې جوړ شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا درې ورځې وړاندې په ټويټرپه قبايلي ضلعو کې د نوؤ ملازمتونو خبره کړې وه.

قبايلي ضلعې چې د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار پاتې شوي او د سيمې خلک وايي بدامنۍ د علاقې تر ټولو زياته د تعليم برخه چې د وړاندې نه شاته پاتې وه نوره ځپلې ده.

د راپورونو ترمخه په قبايلي ضلعو کې په تېره لسيزه کې نزدې ۱۵ سوه سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو څخه محرومه کړی شوي وو.

خو چارواکي ادعا کوي چې په ړنګ کړی شوو سکولونو کې زيات جوړ کړی شوي او بهرنۍ امدادي ادارې يې هم په دغه کار کې ونډه لري.

د خېبرپښتونخوا حکومت تېر کال د جولايۍ په مياشت کې ويلي ؤ په قبايلي ضلعو کې به په راتلونکي يو کال کې ۲۲ اربه روپۍ د تعليمي پرمختيا په برخه کې خرڅ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG