لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ د ماشوم په زېږولو مور او پلار ته د میاشتو په حساب د رخصت ورکولو سپارښتنه کړې


د پاکستان برني اېوان سېنېټ د ماشوم په زېږېدو مور او پلار ته د میاشتو په حساب د رخصتۍ ورکولو قانوني مسوده منظوره کړې ده.

ياده قانوني مسوده د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټرې قرت العېن وړاندې کړې او په اکثريت سره منظور کړی شوې ده.

د ډان د رپوټ ترمخه سېنېټ ته په وړاندې کړی شوې قانوني مسوده کې ويل شوي چې د لمړي ماشوم په زېږولوبه ښځې ته د تنخوا سره د شپږو مياشتي رخصتي، په دوېم ماشوم زېږولو به د تنخواه سره د څلورو مياشتې رخصتي او د درېم په زېږولو به د تنخواه سره د درېو مياشتو رخصتي ورکولی شي.

ویل شوي د ماشوم په زېږېدنه به پلار ته هم د يوې میاشتې رخصتي ورکول کيږي او دا رخصتي به درې ځله اخیستلی شي.

په قانوني مسوده کې ويل شوي چې دا قانون به په سرکاري او غېر سرکاري دواړو ادارو کې عملي وي او که څوک د دې مخالفت کوي پرضد به يې ګام پورته کولی شي.

په سېنېټ کې د منظورېدو وروسته به دا قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته لېږلی شي او هلته به پرې بحث کيږي.

په سېنېټ کې د قانوني مسودې وړاندې کولو په وخت د اقتصادي چارو مرکزي وزير حماد اظهرمخالفت کړی او ويلي يې دي چې په قانون کې د ۹۰ ورځو يا درېو میاشتو رخصتۍ ورکول موجود دي، او زياته کړې يې ده د ماشوم په زېږېدنه دې پلار ته د ۱۵ ورځو رخصتی ورکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG