لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين دې په ډېره اسماعيل خان کې عدالت ته وړاندې کړی شي، پېښور سيشن کورټ


د پېښور د سيشن عدالت پوليس ته اجازت ورکړو چې منظور پشتين دې په ډېره اسماعيل خان کې اړونده عدالت ته وړاندې کړی شي، او پشتين د پېښور نه ډېره اسماعيل خان ته روان کړی شوی دی.

اېډوکېټ فرهاد افريدي چې د منظور پشتين د ضمانت خواست يې ورکړی ؤ، وي او ای ډيوه سره يې د ننۍ (نهې، سه شنبې) د اورېدنې په اړوند وويل "عدالت نن پوليس ته اجازت ورکړو چې منظور پشتين ډېره اسماعيل خان ته منتقل کړي هلته به يې پوليس بيا عدالت ته وړاندې کوي، او بيا به عدالت فېصله کوي چې پولیس ته يې په بدني ریمانډ ورکوي يا په جوډيشل ریمانډ يې جېل ته ليږي".

د پېښون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د اتوار، يکشنبې او ګل، دوشنبې په منځنۍ شپه کې د پېښور پوليسو نيولي ؤ.

پشتين پرون د ګل په ورځ د نورو ملګرو سره د پېښور سيشن عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت هغه ته د ۱۴ ورځو د جوډيشل ریمانډ اورولو حکم کړی خو وکیلانو په دغه اړوند پوښتنې راولاړې کړې او خواست يې کړی ؤ چې پشتين دې د ډېره اسماعيل خان د تلو پورې په ضمانت پرېږدي.

د شمالي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ مشر ميرکلام وزیر وايي منظور پشتين په سخته سيکيورټۍ کې د پېښور نه ډېره اسماعيل خان ته روان کړی شوی دی.

د پېښور پولیس وايي د منظور پشتين پرضد په ډېره اسماعيل خان کې مقدمه درج شوې وه چې هغه د رياست پرضد وېنا کړې وه، ځکه نيول شوی دی.

د پېښور تهکال پولیس پرون وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د منظور پشتين د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې د نيولو پخلی کړی چې پشتين د ډېره اسماعيل خان پوليس ته مطلوب ؤ.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د روانې مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي اوای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".

په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پشتين) د پاکستان د ریاست پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".

په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده. قانون پوهان وايي دغه مادې د رياست پرضد د وېنا کوؤنکو خلاف لګول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو په منظور پشتين د ائین د نه منلو تور رد کړی او ويلي يې دي پي ټي اېم تل د ائين د منلو خبره کړې او غواړي چې ائين په پوره توګه عملي شي د دوی غوښتنې به په خپله ومنل شي.

د منظور پشتين د نيولو پرضد نن پي ټي اېم د احتجاجي مظاهرو اعلان هم کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG