لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: پوليسو په دوه مقابلو کې د دوه ترهګرو په ګډون د شپږو ورانکارو د وژلو دعوه کړې


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو ټانک او لکي مروت پوليسو ادعا کړې ده چې په دوه مقابلو کې د دوه ترهګرو او د بل ورانکاري په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

د ټانک پوليس وايي، د ټانک په تتور سړک باندې تېر ماښام سي ټي ډي پوليس عمليات کړي او دوه مطلوب ترهګر يې وژلي دي.

پوليس ويلي په سړک يې دوه موټر سايکل سورو ته د اودرېدو اشاره کړې خو هغوی د تښتېدو هڅه کړې او سي ټي ډي پوليس بيا په دوی ډزې کړي او په ډزو کې دواړو وژل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان پوليس په خبر پاڼه کې ادعا کړې چې وژل شوي دواړه ترهګر دي پېژندګلو یې د اول خان بېټني او جهانزېب بېټني په نومونو شوې ده، پوليس زياته کړې د اول خان بېټني په سر پينځه لاکه روپۍ انعام اېښودی شوی، او جهانزېب د هغه ورور ؤ.

د اول خان بېټني په اړوند ويل کيږي هغه د پاکستان طالبانو مهم کمانډر ؤ.

د لکي مروت د پېښې په اړوند د ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) قاسم علي خان خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، تېره شپه يې د لکي مروت په پاړخېل علاقه کې عمليات کړي د عامو خلکو په وژنه تورن انعام يې سره د درېو ملګرو چې يوه پکې ښځه هم شامله ده په نښته کې وژلي دي.

د پوليس افسر په وېنا دوی په ۴۲ مقدمو کې د مطلوب انعام پرضد عمليات کول او په دغه مهال بيا د وران کارو او پوليس ترمنځ تر اته ساعتو پورې نښته روانه وه.

پوليس ويلي د نښتې په پای کې د موقعې څخه د انعام، مرسلين او بلقياز مړي او ورسره د يوې ښځې مړی هم ترلاسه شوی دی، پوليس دعوه کوي دوی په نښته کې وژل شوي دي، او زياته کړی شوې ده چې وژل شوې ښځه د بلقياز خور ده او ښايي د وران کارو د ګرنېډ په چاؤدنه کې وژل شوې ده.

په انعام تور ؤ چې په ۱۷ اکتوبر يې د ټانک په ملازۍ سيمه کې د مسافرو په ګاډو ډزې کړي او په دغو پېښو کې د ۱۴ کسانو د وژنو ويل شوي خو پوليس وايي په پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي وو.

پوليس د يادو پېښو په اړوند اول د دوه ډلوترمنځ د نښتې ويلي او بيا د خلکو د احتجاج وروسته پوليس په انعام باندې د وژنو مقدمه درج کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG