لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: د راه نجات عملياتو نه اغېزمن شوي خلک د تاوان غوښتو دپاره په احتجاجي پرلت ناست دي


په جنوبي وزيرستان کې نزدې ۱۱ کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په دوېمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي او د عملياتو په وخت دوي ته د اوښتي تاوان معاوضه غواړي.

د پاکستان په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات شوي چې له امله يې يو نيم لاک کورنۍ کډوالې شوې وې.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک چې په راه نجات کې کډوال شوي وو د سلګونو په شمېره کې په ټانک کې د انتظاميې د دفتر مخې په پرلت ناست دي او وايي، ۱۱ کاله وړاندې چې په دې علاقه کې کوم پوځي عمليات شوي، بازارونه او کورونه ړنګ شوي ؤ هغه تراوسه نه دي اباد شوي.

د احتجاجي پرلت ګډون وال شاه فېصل غازی وايي د دغو عملياتو په مهال د سيمې د خلکو زياتره تاوان کورونو ته اوښتی هغه ویلي تر اوسه دې ځپل شوؤ خلکو ته مرستې نه دي رسول شوې او زیاته يې کړه حکومت د دوی قربانۍ مني خو د قربانو په بدل کې ورسره مرستې نه کوي.

د حکومتي چارواکو په وېنا د جنوبي وزيرستان نه کډوال شوي خلک د کال ۲۰۱۰م په دسمبر کې بیرته ستنېدل پېل شوي او په ۲۰۱۷م کې حکومت ادعا کړې وه چې د جنوبي وزیرستان ټول کډوال بيرته ستانه کړی شو.

د سيمې خلک وايي دوي بيرته لېږل شوي خو کورونه يې وران پراته دي او ډېری خلک بيا وس نه لري چې په خپله دغه وران کورونه بيرته جوړ کړي.

د مظاهرې يو بل ګډون وال ټکا خان وویل د دوی سره د کډوالۍ پرمهال شوې یوه ژمنه نه ده پوره کړی شوې هغه ویلي په سیمه کې نه هسپتال شته نه سکول او نه د تګ راتګ لارې جوړې شوي ځکه يې په احتجاج لاس پورې کړو.

په قبايلي ضلعو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پی ډي اېم ای وايي، يواځې په جنوبي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په مهال نزدې یو لک کورونه وران شوي وو.

د چارواکو په وېنا د بشپړ وران کور څلور لاکه روپۍ او د نيم وران يو لاک شپېته زره روپۍ ورکول کيږي.

د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر فهید الله وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي د دغو وران شوؤ کورونو مالکانو ته ۱۲ اربه روپې معاوضې ورکړی شوي دي.او دا لړۍ اوس هم روانه او دې اغېزمنو خلکو ته به مرستې ورکولی شي.

هغه وویل په دې عمل کې ځينې قانوني مسلې دي ځکه دا وخت اخلي او دوی احتجاج کوونکو ته وايي چې راشي او د دوی سره کښېني چې په ټول عمل يې خبر کړي.

په عژن حال کې د شمالی وزیرستان د دکانونو د مالکانو احتجاج له تیرې یوې میاشتې نه دوام لري او د روانې میاشتې په ۲۹ نیټه يې دغه احتجاج د صوبې مرکز پیښور ته د غزولو اعلان هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG