لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او نتن یاهو د منځني ختیځ د سولې پلان د پیړۍ غوره پلان ګڼي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د اسرایلو د لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو هرکلي کړی.

دواړو مشرانو ژمنه کړې چې د نهې یا سې شنبې په ورځ به د منځني ختیځ د سولې د پروګرام په اعلانولو سره تاریخ جوړ کړي.

ډانلډ ټرمپ وویل:

"او زه فکر ګوم چې مونږ تقریبا نږدې شوي یو خو مونږ باید له دې سره نور خلک هم موافق وکړو. زه به وویم چې زیات عربي هېوادونه ورسره موافق دي. دوی خوښ کړ."

نتن یاهو له ټرمپ مننه وکړه او وویل، چې دی په سپینه ماڼۍ کې د اسرایلو تر ټولو غوره ملګری دی.

"لومړی د پیړۍ تړون د پیړۍ موقع ده. مونږ نه غواړ چې ورڅخه تېر شو."

فلسطیني مشران هم دا مني چې ټرمپ د اسرایلو تر ټولو غوره ملګری دی دی او له همدې امله یې دغه تړون رد کړی دی او ویلي یې چې له راتګ سره دا مړ تړون دی.

د فلسطین لومړی وزیر محمد شطیه وايي:

"دا تړون په نړیوال قانون او قانونیت نه دی ولاړ. په دغه تړون کې اسرایلو ته ټول هغه څه ورکړل شوي دي چې هغوي یې غوښتنه کړې وه او هغه هم د فلسطینیانو د حقونو په بیه."

خو کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ددغه تړون په اړه فلسطینیان څه فکر کوي هغه وویل:

"مونږ فکر کوو چې مونږ به بلاخره د فلسطینیانو ملاتړ له ځان سره ولرو. او مونږ به دې ته سترګې په لاره یو او دا به له هر چا سره زیاته مرسته وي خو کله مو دا و نه لیدل نو بیا هم ژوند پر مخ روان دی."

فلسطیني چارواکو له ټرمپ له ادارې سره وروسته له هاغې چې د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ کوم ځآنګړی تړون نه دی کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG