د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله پرتې د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې پکې دوه پاکستاني پوځي سرتيري او پينځه ترهګر وژل شوي دي.
پوځ ويلي د دته خېل په علاقه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس د لټون عمليات روان ؤ او په دغه مهال د ترهګرو سره نښته شوې ده.
پوځ منلې چې په نښته کې دوه پوځي سرتيري او په ځوابي عملياتو کې پينځه ترهګر وژل شوي دي.
د شمالي وزيرستان انتظاميې ويلي دغه نښته د شورو، چهارشنبې په ورځ ناوخته شوې ده.
د پوځ سره د نښتې په اړوند کومې ډلې تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د تندلارو وسله والو پرضد پوځي عملیات کړي او ويلي يې ؤ دغه علاقه په بشپړ ډول د تندلارو څخه پاکه کړی شوې ده.
خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.