لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پشتين د ضمانت خواست تر لمړۍ فرورۍ وځنډول شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د منظور پشتين د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه خو وکيلان يې وايي عدالت تر لمړۍ فرورۍ اورېدنه وځنډوله.

د پشتين وکیل عبدالمجيد وايي، "دوی پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ عدالت ته خواست کړی ؤ چې پشتين په ضمانت خوشی کړی شي".

منظور پشتين په یوه مقدمه کې د پېښور پوليسو نيولو او بيا د ډېره اسماعيل خان پوليس ته سپارل شوی ځکه چې په هغه مقدمه په ډېره اسماعيل خان کې جوړه شوې.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو هغه د نهې يا سه شنبې په شپه مجسټرېت ته وړاندې کړی او مجسټرېټ د ۱۴ ورځو په جوډيشل ریماند د ډېره اسماعيل مرکزي زندان ته لېږلی دی.

مجيد وايي، "نن د ضمانت په خواست ځکه اورېدنه ونه شوه چې پولیسو د پشتين د مقدمې په اړوند ريکارډ نه ؤ راوړلی".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پشتين په يوه بله مقدمه کې هم پرون عدالت ته وړاندې کړی شوی او زياتوي "په منظور پشتين په ټول پاکستان کې ۴۶ مقدمې درج دي او ټولې مقدمې هم لکه د ډېره اسماعيل د مقدمې په څېر دي".

له دې وړاندې د پي ټي اېم يو فعال او د منظور پشتين نزدې ملګري ادريس پشتین وي او ای ډیوه ته ویلي ؤ په پشتين د ۵۰ څخه زیاتې مقدمې جوړې شوي دي.

مجيد وويل که دوی د پشتين د ضمانتونو دپاره په ټولو مقدمو کې خواستونه کوي نو په دې به ډېر وخت ولګي، "ځکه دوی د پېښور په هايکورټ کې خواست جمع کول غواړي چې په منظور پشتين غېرقانوني او غېرائيني مقدمې جوړې شوي او دا ټولې مقدمې دې ختمې کړی شي".

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د روانې مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي او ای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".

په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پشتين) د پاکستان د ریاست او رياستي ادارو پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".

په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده. قانون پوهان وايي دغه مادې د رياست پرضد د وېنا کوؤنکو خلاف لګول کيږي.

د بشري حقونو نړیوال تنظيم، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) او سياسي ګوندونو د منظور پشتين نيول غندلي او د هغه د خوشي کولو غوښتنه يې کړې وه.

د نهې په ورځ په پاکستان او د پاکستان نه بهر د منظور پشتين د نيولو پرضد احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG