لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې په امریکايي الوتکه کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو شوې ده


د امریکا د دفاع وزارت د هغو دوه افسرانو د هویت په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل چې د افغانستان د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې په غورځيدلې الوتکه کې يې خپل ژوند د لاسه ورکړی و.

د امریکې د دفاع وزارت مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کنزي پرون د چهارشنبې په ورځ سعودي عرب کې خبریالانو ته ویلي د اي ۱۱ اې غورځېدلې الوتکه کې ۴۶ کلن ډګرمند پاول ووس او ۳۰ کلن تورن ریان اس فنیوف مړه شوي ؤ.

د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کنزي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې الوتکه د دښمن لخوا نه ده ویشتل شوې.

نوموړي د پېښې ځای ته د تلو په وخت امریکايي ځواکونه د وسله والو سره نه ؤ مخامخ شوي.

د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په هغه سیمه کې چې الوتکه نسکوره شوې وه افغان چارواکو ویلي ؤ چې یاده سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندې ده.

د امریکا اړوند الوتکې تر غورځېدو وروسته وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې په دې پیښه کې دوی لاس لري او الوتکه یې ویشتلې ده خو دا خبره د امریکايي مقاماتو په مسلسل ډول رد کړې ده.

امریکا متحدو ایالتونو دا خبره هم کړې ده چې د الوتکې هغه توربکس ورته په لاس ورغلی کوم چې په اړه یې د الوتکې معلومات په کې ثبت شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG