د چين په وهان ښار کې ګېر پاکستاني زده کوونکي وايي دوی يواځې د خبرونو د لارې دا اوري چې حکومت يې تپوس کوي خو دوی وايي تراوسه په تمه دي چې د پاکستان حکومت يې د دغه ځايه اوباسي.
پرون پاکستاني چارواکو پخلی کړی چې په چين کې څلور پاکستاني زده کوونکي د کرونا وايرس ښکار شوي دي.
د راپورونو ترمخه د چين چارواکو ويلي د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې ۱۷۰ تنه مړه شوي دي.
او د صحت نړيوالې ادارې ويلي د دې مرض په تېزۍ سره خورېدو له امله په نړيوال کچ د بېړني حالت په ځای کولو غور کوي.
محمد فرقان رؤف چې د خېبرپښتونخوا د کرک سیمې سره تعلق لري او وهان يونيورسټۍ اف سائنس اېنډ ټيکنالوجي کې زده کړې کوي وايي،
"وهان کې ګېريو، د حکومت خبرې ته انتظار کوو ، د خوف فضا ده څوک بهر نه شي وتلی، غواړو چې زر تر زره وويستل شو".
وي او ای ډيوه سره د ټيليفون د لارې په خبرو کې فرقان وويل، "په وهان کې دوی په پوهنتون کې دوی کومه شمېره راټولې کړې د هغې ترمخه په وهان کې د ۸۰۰ پاکستاني دي چې زیات پکې زده کوونکي دي".
د پاکستان چارواکو پرون ويلي ؤ په وهان کې ۵۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي.
فرقانن زياته کړه "مونږ د ۱۰ ورځو نه په هاسټلو کې يُو، ځينې هاسټلې دوه، دوه ساعته خلاصيږي او ځينې لږ ډېر وخت خلاصيږي، دوی ته اصل مسله دا ده چې مارکيټونه بند دي هر څه بند دي ځکه دوی وتل غواړي".
يو بل زده کوونکی وسيم خټک چې ځان په وهان کې د ټکسټايل يونيورسټۍ زده کوونکی معرفي کوي وايي، "خبره د خوراک نه ده دوی په دې ويره کې دي چې د دې وايرس نه اغېزمن شي ځکه چې د دې بيا علاج هم نشته".
هغه وايي "څوک دلته په اصل حالاتو نه دي خبر، چې څه روان دي، خو هر ملک خپلو زده کوونکو ته الوتکې ولېږلې امریکا او جاپان خپل زده کوونکي بيرته وغوښتل خو يواځې پاکستانياني زده کوونکي پاتې دي چې د هغو پته نه لګي چې څه به ورسره کيږي".
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې عایشه فاروقي ويلي، دوی په چين کې د پاکستاني وګړو د مرستې دپاره اقدامات کوي.
هغې ويلي د چين چارواکو ورته باور ورکړی چې د پاکستاني وګړو د ساتنې او صحت په اړوند د دوی خيال کوي.
رایټرز خبري ایجنسۍ ويلي چې کرونا وایرس که یوې خواته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد پر اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.
که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.
چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.