لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د اېف ای ټي اېف د شرطونو پوره کولو دپاره قوانين بدلوي


پاکستان فېصله کړې چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) د شرطونو پوره کولو دپاره به څو قوانين بدلوي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د پاکستان د وزيراعظم د ماليې د مشاور عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ غونډه کې دغه پرېکړه شوې او ورځپاڼې د سرچينو له قوله ويلي چې د روان کال جون د میاشتې پورې به پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي، د ترهګر ګرځول شوؤ کسانو يا تنظيمونو ته د سزا ترڅنګ به په نورو قوانينو کې د نړیوال معیار ترمخه بدلون کولی شي.

ويل شوي د پاکستان برني اېوان سېنېټ د اېف ای ټي اېف د شرطونو پوره کولو په تړاؤ دوه قانوني مسودې هم منظورې کړي دي.

پاکستان تازه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړنوملړ څخه ويستلو کې د امریکا نه مرسته غوښتې ده.

تېره مياشت د پاکستان په سفر د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې اېلس وېلز ويلي ؤ، "پاکستان دې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) او نړيوالې ورورولۍ سره کړې ژمنې پوره کړي".

هغې ويلي ؤ د پاکستان دغه هڅې ستایي چې د ترهګرۍ په اړوند د مالي مرستو د زمه وارو پوره کولو په لړ کې يې کړي دي.

خو د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه د پاکستان د نوم ويستو په تړاو د امریکايي مرستو په اړوند وېلز ویلي د اېف ای ټي اېف غوښتنې تکنيکي دي او "امريکا د غېر قانونه پېسو لېږلو رالېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان مرستې ته تياره ده".

هغې ويلي پاکستان دې په ملک دننه د ټولو تندلارو ډلو پرضد بې طرفه عملیات وکړي.

اېف ای ټي اېف د تېر کال اکتوبر په مياشت کې په پېرس کې غونډه کړې او په خپل رپوټ کې يې ويلي ؤ،

" اېف ای ټي اېف د پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ۲۰۲۰م کال فرورۍ د میاشت پورې خپل پلان په ګړندۍ توګه مکمل کړي." ادارې ويلي ؤ، "که نه ، د راتلونکي غونډې پورې په دغه پلان باندې د پام وړ او دوامداره پرمختګ ونه شي ، اېف ای ټي اېف به اقدام وکړي."

د دې ترڅنګ اېف ای ټي اېف په اسلام اباد غږ کړی ؤ چې د ترهګرو د مالي سرچینو تړلو او د غېر قانونه پیسو د لېږدولو د مخنیوي لپاره دې نور ګامونه هم پورته کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي پاکستان هيله لري چې امریکا به راتلونکې میاشت په فرورۍ کې په بيجنګ کې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې د پاکستان ملاتړ وکړي.

قرېشي تېره مياشت د امریکا د سفر په مهال ويلي ؤ د اېف ای ټي اېف په تړاؤ د پاکستان دپاره د بيجنګ د فرورۍ غونډه مهمه ده ځکه چې د اپرېل په مياشت کې په پېرس کې په ټاکل شوې غونډه کې به د پاکستان د راتلونکې فېصله کیږي چې د اېف ای ټي اېف په نوملړ کې پاتې شي يا به ترې لرې کړی شي.

راپورونه وايي که پاکستان د اپرېل په مياشت کې د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه لرې نه کړی شو بيا به تور نوملړ ته واچول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG